د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: امریکایان لا هم د افغانستان څخه د وتلو فرصت لري 


پداسې حال کې چې د افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د بشپړ وتلو لپاره یوه ورځ پاتې ده، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې میشت امریکایان لاهم کولای شي د کابل هوایي ډګر ته ولاړ شي چې له افغانستان څخه بهر انتقال شي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي ۸) خبریالانو ته په خبرو کې د کابل په هوایي ډګر کې د نورو بریدونو ګواښ "جدي، واقعي او مشخص" وګاڼه.

په څو تیرو ورځو کې د داعش- خراسان څانګې د کابل په هوایي ډګر باندې ځانمرګي او راکټي بریدونه کړي دي. یواځې د داعش د انتحاري بریدګر په حمله کې چې د هوایي ډګر په یوې دخولي دروازه یې وکړ د ماشومانو او ښځو په ګډون څه دپاسه ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکایي پوځیان په کې ووژل شول او زیات شمیر نور ټپیان شول.

د امریکا د دفاع وزارت د ستر درستیز یو مقام هنک ټایلور، هم پدغه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې د خپل مامورت پای ته نژدې شوي، خو وویل چې د امنیتي دلیلونو په وجه د تخلیې د ماموریت د پای زیات جزییات محرم ساتل کیږي.

د متحده ایالاتو د حکومت لوړپوړي مقاماتو د یکشنبې په ورځ وویل چې اوس هم شاوخوا ۳۰۰ امریکایان په افغانستان کې پاته دي چې باید وایستل شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، په وینا د افغانستان څخه د پوځي تخلیې د پیل دمخه په افغانستان کې ۶۰۰۰ امریکایانو حضور درلود.

ښاغلي بلینکن په افغانستان کې د امریکا د شتون وروستي ساعتونه د "خطرناک وخت" عملیات ګڼلي چې په وینا یې "له پخوا راهیسې فوق‌العاده خطرناک" وو.

سره له دې چې د داعش سخت دریځو د دوشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر شپږ راکټونه وتوغول او د امریکایي مقاماتو په وینا پنځه راکټونه د امریکا د دفاعي سیستم په واسطه په هوا کې خنثا شول، د کابل د نړیوال هوایي ډګر څخه د امریکا پوځي الوتنو دوام وکړ.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان د امریکایي پوځي الوتکو په ۲۶ الوتنو او د متحدینو په دوو الوتنو کې له افغانستان څخه ایستلي دي.

پدې ترڅ کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان، ویلي چې متحده ایالات توانیږي چې خپل ۳۰۰ اتباع چې تر اوسه په افغانستان کې دي سبا د اګست تر ۳۱ پورې له افغانستان څخه وباسي.

XS
SM
MD
LG