د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په کابل کې په هوایي برید کې د ملکیانو وژل کیدل څیړي


طالبانو هم ویلي چې دا موټر هوایي ډګر ته روان و.
طالبانو هم ویلي چې دا موټر هوایي ډګر ته روان و.

د امریکا متحده ایالات وایي د هغو راپورونو په اړه څېړنې کوي چې وایي په کابل کې په یو موټر باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ملکیان وژل شوي دي.

د امریکا د مرکري قوماندانۍ ویاند تورن بیل اوربن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په برید کې د "ملکیانو د وژل کیدو په راپورونو خبر دي."

په اعلامیې کې ویل شوي، " مونږ لا هم د برید د نتیجې په هکله څیړنې کوو. مونږ پوهیږو چې برید په هوایي ډګر د داعش – خراسان ډلې د ژر پېښیدونکي برید مخه نیولې."

د مرکزي قوماندانۍ ویاند همدارنګه ویلي چې په موټر باندې د هوایي برید نه وروسته د چاودیدونکو موادو له کبله څو "قوي چاودنې" شوي او ښایي مرګ ژوبله یې اړولې وي. هغه وایي " معلومه نده چې څه پیښ شوي خو مونږ یې په هکله څېړنې کوو. "

تورن بیل اوربن همدارنګه ویلي که ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، "مونږ به په ژروه توګه خواشیني شو. "

طالبانو هم ویلي چې په هوایي برید کې له منځه وړل شوی موټر د کابل هوایي ډګر ته روان و خو دا یې ندي ویلي چې موټر د کومې ډلې و.

په افغانستان کې محلي مطبوعاتو هم ویلي چې په هوایي برید کې ملکیان وژل شوي. د دې تر څنګ د سي ان ان تلویزیون په یو راپور کې ویل شوي چې په برید کې د یوې کورنۍ ۹ غړي، چې شپږ یې ماشومان وو، وژل شوي.

دا وروسته تر هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، دویم ځل دی چې د امریکا متحده ایالات د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.

امریکا تر دې وړاندې د ننګرهار په ولایت کې هم برید کړی و او ویلي و چې د داعش-خراسان ډلې هغه غړی یې وژلی چې د کابل په هوایي ډګر کې په ځانمرګي برید کې یې لاس درلود.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د هوايي ډګر مخې ته په یو ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول. زیاتره وژل شوي افغانان هغه کسان وو چې د طالبانو له ویرې د کابل د هوايي ډګر مخې ته راټول شوي وو چې له افغانستان څخه ووځي.

د داعش-خراسان ډلې ویلي و چې دا برید هغوي کړی او د امریکا ولسمشر جوبایډن د غچ اخستلو ګواښ وکړ.

XS
SM
MD
LG