د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس د حملو تر ټولو غټ مشکوک ونیول شو


صلاح عبدالسلام د پولیسو سره په نښته کې زخمي شویدی
صلاح عبدالسلام د پولیسو سره په نښته کې زخمي شویدی

د بلجیم د مهاجرینو د چارو وزارت وایي " صلاح عبدالسلامنن د جمعې په ورځ د بروکسل د مولنبیک په سیمه کې د پولیسو په چاپه کې ونیول شو."

د مهاجرینو د چارو وزیر تیو فرانکنک پخپل ټویټر کې د عبدالسلام نیول کیدل تائید کړل. هغه په ټویټر کې لیکلي " مونږ هغه ونیوه."
د مولنبیک ښاروال فرانسوا شپمنز بیا وایي " د صالح عبدالسلام سره یو بل شخص هم نیول شوی."

راپورونه همدارنګه وایي چې صالح د پولیسو سره نښته هم کړې او هغه په پښه کې زخمې شویدی.

پولیس او امنیتي مسؤلین د فرانسې د پاریس په ښار کې بریدونو نه وروسته چې یو سل او دیرش تنه پکې ووژل شول، د عبدالسلام او هغو نورو کسانو پسې شپه او ورځ ګرځیدل چې پدغو بریدونو کې یې لاس درلود. خو د ټولو نه غټ شکمن شخص همدغه عبدالسلام پخپله و.

د عبدالسلام مشر ورور، براهیم بیا د هغو ځانمرګه برید کوونکو په ډله کې و پروسږکال د نومبر په میاشت کې یې پخپل ځان پورې تړلي بمونه وچول.
تر اوسه نده معلومه چې آیا صالح عبدالسلام د پاریس د بریدونو نه وروسته تر نن پورې په بلجیم کې ژوند کاوه او که نه کومې بلې خوا ته تللی و. چارواکو تیره اوونۍ د هغه د ګوتې نښې په یوه اپارتمان کې پیدا کړې وې.

پولیسو د پاریس د بریدونو نه وروسته یوولس شکمن کسان په بلجیم کې نیولي چې اته یې زندان ته اچول شوي. د دغو بریدونو تقریباً ټول بندوبست د بلجیم د بروکسل په ښار کې شوی و.

XS
SM
MD
LG