د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګه: دوه تابیعته نومول شوو وزیرانو ته رایه نه ورکوو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان ولسي جرګې د افغانستان د جمهور ریس نه غوښتي چې دغې جرګې ته د نوې کابینې د غړو د معرفي کولو په وخت دې د دوه تابیعت لروونکو وزیرانو د ورپیژندلو نه ډډه وکړي.

ولسي جرګې غړو دا پریکړه نن د شنبې په ورځ ددغې جرګې په عمومي غونډه کې د نوې کابینې په سر د بحث په وخت د رایو په اکثریت وکړه.

د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي د دغې جرګې د نننۍ ورځې د غونډې د پریکړې د اعلان په وخت وویل چې دا جرګه به دوه تابعیت لرونکو نومول شوو وزیرانو ته د باور رایه ورنکړي.

ابراهیمي وویل "د شپږو مخالفو رایو پرته د رایو په اکثریت تائید شوه چې دوه تابیعت لرنکي نومول شوي وزیران نه شي کولای چې وزارت ته کاندید شي".

ابراهمي وویل چې د دوه تابعیته کاندیدانو د اسنادو پلټل د ولسي جرګې د تفتیش د کمیسیون کار دی.

د ولسي جرګې ددغې پریکړې د اعلان په وخت یو شمیر وکیلانو د پریکړې په پلوۍ د خبرو په وخت ادعا وکړه چې په تیرو دیارلسو کلونو کې په حکومت کې ډیر غبن او فساد په هغو وزارتونو کې لیدل شوی چې وزیران یې دوه تابیعتونه لرل.

همداشان دغو وکیلانو ویل چې په تیرو دیارلسو کلونو کې داهم لیدل شوي چې کله دوه تابیعته وزیران د فساد په باب په هغوی د لګیدلو تورونو د سپیناوي لپاره محکمې ته ورغوښتل شوي هغوی د خپلو بهرنیو تابیعتونو نه په ګټي اخستلو محکمو ته نه دي حاضر شوي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر افغان کولای شي چې د افغان تابیعت ترڅنګ بهرنې تابیعت هم وساتي.

په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغان حکومت په کابینه کې یو شمیر بهر میشتو افغانانو چې د افغان تابیعت ترڅنګ یې بهرني تابیعتونه هم درلودل د وزیرانو په توګه کار کړی دی.

د افغانستان تیر پارلمان هم د یو شمیر پخوانیو وزیرانو نه د دوه ګوني تابیعت له امله خپله د باور رايه بیرته اخیستی وه خو بیا وروسته وکیلانو همدغو دوه ګوني تابیعت لرونکو وزیرانو ته هم د باور رایې ورکړې.

د کابینې د جوړولو په سر ستونزې

د افغانستان ولسي جرګې د دوه تابیعت لرونکو نومول شوو وزیرانو ته د رایې نه ورکولو دا پریکړه په داسې حال کې کړې ده چې د افغانستان جمهورریس محمد اشرف غني او اجرائیه ریس عبدالله عبدالله لاهم د نوې کابینې د جوړیدلو په سر په سلا مشورو بوخت دي.

د افغانستان جمهور ریس د جمعې په ورځ د دیني عالمانو، قومي مشرانو، د ملي شورا یو شمیر غړو او یو شمیر مخورو یوې غونډې ته په ارګ کې وویل چې تر راتلونکو دریو اونیو به نوې کابینه ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخستلو لپاره واستوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو ددفتر نه یو خپور شوی بیان وایي چې جمهورریس غني دغې غونډې ته ویلي چې اوس یې خپله پاملرنه د افغانستان کورنیو مسلو ته اړولې ده.

جمهورریس غني وویل "اوس چې مو د نړیوالې ټولنې لخوا د ملاتړ د دوام ډاډ ترلاسه کړ، تمرکز مو په کورنیو چارو دی او په راتلونکو درې اوونیو کې به د کابینې نوي غړي هم معرفي شي".

د افغانستان جمهورریس او اجرائیه ریس تیره اونۍ لندن کنفرانس کې د ګډون په وخت په څلورو اونیو کې د نوې کابینې د جوړیدلو وعده کړې وه.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان د کابینې د ځنډ یو علت د دوه ټیمونو ترمنځ په کلیدي وزارتونو د نظر اختلاف ګڼي او وایي چې لومړی جمهورریس او اجرائیه ریس په خپلو کې د وزارتونو په ویش لا په بشپړه توګه سلا شوي نه دي او د بلې خوا بیا د دوو ټیمونو ترمنځ په ټیمونو کې دننه د څوکیو ویش هم د کابینې د جوړولو کار د ځنډ سره مخ کړی دی.

سید حسین عالمي بلخي چې د ډاکټر عبدالله له اړخه د کابینې د جوړولو په سر په خبرو کې یې برخه لرله امریکا غږ ته وویل چې د تیرې ورځې را په دیخوا دواړه خواوې د وزارتونو لپاره د وزیرانو د نومونو پر سر په خبرو بوخت دي.

بلخي وویل: "اوس د وزیرانو په نومونو بحثونه روان دي چې انشالله ددې اونې تر پایه به ولس ښه خبر واوري".

د اوږدو ټاکنیزو جنجالونو څخه وروسته جمهورریس غني او اجرائیه ریس عبدالله د ملي وحدت د حکومت په سر موافقې ته ورسیدل او د سپټمبر په نهه ویشتمه نیټه جمهورریس د لوړې د پورته کولو په وخت په دوو میاشتو کې د نوې کابینې د جوړولو وعده کړې وه.

XS
SM
MD
LG