د لاس رسي وړ اتصالات

ابراهیمي:ملي یووالي حکومت دامریکاسفارت کې جوړ شوی


د افغانستان د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي
د افغانستان د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي

د افغانستان د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د افغانستان د جمهور ریس له خوا دغې جرګې ته د نوې کابینې په ورپیژندلو کې د ځنډ په باب د بحث په وخت د افغانستان د ملي یووالي حکومت د امریکا په سفارت کې جوړ شوی او یو اجباري حکومت یاد کړ وویل چې دا حکومت د اساسي قانون د غوښتنو له مخې نه دی جوړ شوی.

ابراهیمي وویل "ایا د ټاکنو کومه نتیجه چې راووتله د اساسي قانون په خلاف نه وه اود افغانستان د خلکو د ارادې په خلاف نه وه".

ابراهیمي د وکیلانو نه وپوښتل چې رښتیا دې ووایي چې خبره همداسې نه وه او که بل ډول وه.

ابراهیمي وویل " ووایئ وکیلانو وجدان لرو ستاسي وجدان مې قاضي نیولی دی ، د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون د غوښتنو په اساس دی، قانوني اساس لري بنآ د امریکا له خوا یو اجباري حکومت د امریکا د سفارت په دننه کې جوړ شوی حکومت وو".

د ولسي جرګې ریس وویل چې دا خبره د یو مسلمان په توګه کوي او څوکۍ ورته هم اهمیت نلري.

خو ابراهیمي وویل چې خلکو ددې لپاره دا حکومت منلی چې بل بدیل وجود نه لره.

د ابراهیمي دغه څرګندونې د ولسي جرګې د یو شمیر غړو له خوا تائید شوي خو یو شمیر نورو غړو ورسره مخالفت وښوده.

د ولسي جرګې یوې غړې میرمن شکریه بارکزۍ د ولسي جرګې ریس دا څرګندونې د افغانستان د اساسي قانون په خلاف وبللې او وې ویل چې د ولسي جرګې ریس د افغانستان نظام مشروعیت تر پوښتنې راوستی دی.

میرمن بارکزۍ وویل " هغه حکومت چې تاسو نن غیر مشروع او د امریکا په سفارت کې جوړ شوي حکومت په توګه یاد کړ، لطفآ دا مه هیروئ چې د دغه حکومت د جوړولو لپاره میلونونو افغانانو رایې ورکړي دي .

نوې کابینه

د ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې یو شمیرنورو وکیلانو هم د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضیعت خرابیدل تر ډیره حده د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د کابینې د نه جوړیدلو په سرجنجالونوپورې مربوط وګڼل وویل چې ددغه حکومت د جوړیدلو نه د اتیا ورځو د تیریدلو سره سره جمهورریس محمد اشرف غني او اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د نوې کابینې په جوړیدلو لا بریالي شوي نه دي.

د ولسي جرګې یوه غړي بکتاش سیاوش دغې جرګې ته د نوو وزیرانو د نه ورپیژندلو یو علت ولسي جرګې د ریس په ګډون په دوو ټاکنیزو ټیمونو کې د پارلمان د غړو د ګډون زیږنده وباله وویل چې که چیرې دوی په ټاکنو کې خپله بې طرفي ساتلې وه نو اوس به حالات بل ډول وو.

سیاوش وویل" ما مخکې وویل حق لرې خو نن د شکایت حق نه لرې ځکه چا ته مو چې کمپاین کړی واورۍ چې څه وایي".

خو د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي ښاغلي بکتاش ته په ځواب کې وویل چې د ټاکنو په وخت د افغانستان د خلکو په وړاندې د دوو ټیمونو نه د ملاتړ پرته بل بدیل موجود نه وو.

ددغو بحثونو په پای کې د ولسي جرګې ریس د ملي یووالي حکومت مشرانو ته یوه اوونۍ مهلت ورکړ ترڅو نوې کابینه دغې جرګې ته وروپیژني او که نه نو ولسي جرګه به د بلې اونۍ په سر کې د حکومت په باب خپل نوی دریځ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG