د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د ټاکنیز فرمان په اړه پریکړه وځنډوله


د ټاکنیزو کمېسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه د افغان ولسمشر تقنیني فرمان پر سر د ولسي جرګې په ۱۵ کمیسیونونو کې له ۴۰ ورځو پرلپسې بحثونو وروسته دا فرمان د جرګې عمومي غونډې ته د رایې اخیستو لپاره وړاندې شو.

دغه فرمان څه باندې درې میاشتې مخکې په پنځو فصلونو او ۲۹ مادو کې د ولسمشر غني لخوا لاسلیک شوی دی، خو وکیلانو یې په اړه مختلف نظرونه درلودل.

ځینو وکیلانو غوښتل، چې دا فرمان رایې اخیستلو ته وړاندې شي، خو ځینو نورو بیا ټینګار کوه چې فرمان د جرګې په کمیسیونونو کې بیا ارزیابي شي، د همدغو اختلافانو له کبله پر دغه فرمان د شنبې د ورځې غونډه بې پایلې ختمه شوه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمې وویل، د دې فرمان په اړه ۱۵ کمیسیونونو درې ځل غونډه کړې، چې اتو کمیسیونونو دا فرمان رد کړی او نورو کمیسیونو په دې فرمان کې د یو لړ تعدیلونو وړاندیز کړی دی.

د ولسي جرګې رئیس ټینګار وکړ، چې د دې فرمان د برخلیک په اړه وکیلان پریکړه وکړي، خو یو شمیر وکیلانو یې مخالفت وکړ، ښاغلي ابراهیمي وویل "محترمو وکیلانو ستاسې پریکړه لږه حوصله او فکر غواړي، همدا اوس پریکړه کولی شئ، خو سبا به پښېمانه شئ، سبا به یوه ګډه غونډه کوو وروسته به په دې اړه پریکړه کوو."

ځینو وکیلانو د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمېشنرانو ګوښه کول او پر ځای یې د نویو کمیشنرانو ګمارل د قانون خلاف کار وباله او ټېنګار یې کاوه چې را روان انتخابات هم باید همدغه کمیشنران ترتیب او تنظیم کړي.

د افغان ولسمشر د نوي تقنیني فرمان له مخې د کمیشنرانو د غوراوي کمېټه به په نوي جوړښت کې خپل کار پیل او د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره به د نویو کمیشنرانو لست ولسمشر غني ته وسپارل شي.

د دغه فرمان پر بنسټ د ملي شورا د دواړو جرګو رئیسان، د سترې محکمې رئیس، پر اساسي قانون د څار او د بشري حقونو د کمیسیونونو رئیسان او د مدني ټولنې دوه استازي د کمېشنرانو په غوراوي کمېټه کې غړیتوب لري.

د ملي یوالي حکومت ژمنه کړې وه چې په انتخاباتي کمیسیونونو کې به تغیرات او اصلاحات راولي.

XS
SM
MD
LG