د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې کورنیو چارواو لویې څارنوالۍ نوماندان تائیدکړل


په ولسي جرګه کې نن ټول ۲۲۵ وکیلان حاضر وو چې اکثرو یې د ولسمشر غني نوماندانو ته رایې ورکړې
په ولسي جرګه کې نن ټول ۲۲۵ وکیلان حاضر وو چې اکثرو یې د ولسمشر غني نوماندانو ته رایې ورکړې

نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ټول ۲۲۵ وکیلان حاضروو، چې د هغوی له ډلې ۱۹۰ وکیلانو تاج‌محمد جاهد ته د کورنیو چارو د نوي وزیر په توګه د باور رایه ورکړه، همداشان د دغې جرګې ۲۰۰ غړو احمد فرید حمیدي ته د تائیدي رایو په ورکولو هغه د افغانستان د نوي لوی څارنوال په توګه غوره کړ.

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍنوماندانو ته، چې تیره اونۍ د حکومت له‌خوا دغې جرګې ته معرفي شوي وو، د باور رایه ورکړه او هغوی یې تائید کړل.

کورنیو چارو وزات ته نوماند تاج محمد جاهد د ولسي جرګې د ۱۹۰ تائیدو،۲۰ ردو، ۷ باطلو او ۹ سپینو رایو په ترلاسه کولو د افغانسان د کورنیو چارو وزیر شو.

دغه راز لویې څارنوالۍ ته نوماند احمد فرید حمیدي د ولسي جرګې د ۲۰۰ تائیدو، ۱۹ردو، ۳ باطلو او ۴ سپینو رایو په ترلاسه کولو د افغانستان لوی څارنوال شو.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې وکیلانو پریکړه وکړه، چې دغو نوماندانو څخه له پوښتنو پرته هغوی ته د رایې ورکولو لپاره صندوقونه کیږدي، خو یو شمیر وکیلانو دا پریکړه د ولسي جرګې د کورنۍ کړنلارې خلاف اقدام وباله.

په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د وکیلانو پر دې نظر، چې له پوښتنو پرته نوماندانو ته د رایې ورکولو صندوقونه کېښودل شي، سلاء وکړه.

د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ نوماندانو سربیره تیره اونۍ افغان حکومت د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره محمد زمان سنګري هم ولسي جرګې ته معرفي کړی وو خو نوموړي ته د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د رایو صندوق ایښودل شوی نه وو.

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي له حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست نوماندان هم دغې جرګې ته معرفي کړي او په حکومت کې د سرپرستۍ دود ته د پای ټکی کیږدي.

XS
SM
MD
LG