د لاس رسي وړ اتصالات

نرندرسنګ خالصه د ولسي جرګې بریالی نوماند اعلان شو


ولسي جرګې ټاکنو کې د نرندرسنګ خالصه د نوماندې وړاندې د هغه پلارټاکنو کې ولاړ وو، چې جلال اباد کې په یو برید کې ووژل شو.
ولسي جرګې ټاکنو کې د نرندرسنګ خالصه د نوماندې وړاندې د هغه پلارټاکنو کې ولاړ وو، چې جلال اباد کې په یو برید کې ووژل شو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې، چې تیرماښام ( مرغومې ۱۳ مه) یې خپره کړې، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د هندوانو او سکهانو د حوزې څخه نرندر سنګ خالصه د دغې جرګې د بریالي نوماند په توګه اعلان کړی دی.

د ښاغلي خالصه سره په دغو ټاکنو کې بل نوماند د هندوانو او سکهانو له حوزې څخه ولاړ نه وو.

نرندر سنګ خالصه پلار اوتار سنګ خالصه د تلې د ۲۸ مې ورځې په ټاکنو کې د هندوانو او سکهانو د حوزې څخه د ولسی جرګې ته نوماند وو، خو اوتارسنګ خالصه په تروریستي برید کې د چنګاښ په لسمه د ۱۹ نورو ملکي وګړو سره، چې شاوخوا لس تنه یې هندوان او سکهان وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اوتار سنګ او ملګرو یې غوښتل د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د ننګرهار د والي په دفتر کې وګوري، چې دغه دفتر ته په لار پرې ځانمرګی برید وشو.

که څه هم اوتار سنګ خالصه په داسې مهال په تروریستي برید کې ووژل شو، چې د ولسي جرګې د نوماندې لپاره ټاکلې قانوني نیټه تیره شوې وه، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه فوق العاده پریکړه کې د هغه زوی نرندر سنګ خالصه ته د هغه پرځای د نوماندې زمینه برابره کړه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ټاکنو کمیسیون د دیموکراسۍ د بهیر د پیاوړي کیدو او د مذهبي اقلیتونو حقونو ته په پاملرنې په استثنایي ډول نرندرسنګ خالصه ته د نوماندې زمینه برابره کړې وه.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۵۰ څوکۍ لري، چې یوه یې د غیر مسلمان اقلیت هندوانو او سکهانو لپاره ځانګړې شوې ده.

د ولسي جرګې سربیره په مشرانو جرګه کې هم دغسې یوه څوکۍ د انتصابي سناتورانو په سهم کې هندوانو او د سکهانو یو استازي ته بیله شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هندوانو او سکهانو د حوزې د بریالي نوماند د اعلان ترڅنګ د بغلان ولایت د ولسي چرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم تیر ماښام اعلان کړي دي.

خو دغه کمیسیون لا تراوسه د کابل ولایت او کوچانو د حوزې د بریالیو نوماندانو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان کړي.

د تاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د لومړینو پایلو د اعلان ځنډ پر دغه کمیسیون د ټاکنو د څار د ادارو د کلکو نیوکو سره مخ شوی دی.

د ټاکنو څار ادارې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کاري وړتیا ته په کتنې دا ګڼي، چې دا کمیسیون به د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې د ۳۱ مې ورځې ټاکنې هم په شفافه او منظمه توګه ترسره نه شي کړی شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د ټاکنو د ځنډولو یو علت دغو ټاکنو ته ښه چمتوالی نیول دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړه کړې، چې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې د ولایتي اود ولسوالیو شوراګانو او هم د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو سره د چنګاښ په ۳۱ مه یو ځای ترسره کړي.

دمخه دغه کمیسیون د حمل ۳۱ مه ورځ د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره ټاکلې وه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وینا له مخې د تیرې پنجشنبې په ورځ( مرغومې ۱۳ مه) د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوماندې لپاره د نوم لیکنې د بهیر د پیل په لومړي ورځ یوازې یو نوماند عبدالطیف پدرام خپل نوم لیکلی دی.

ټاکل شوې، چې د جمهوري ریاست د نوماندانو د نوم لینکې دا بهیر به د مرغومې د ۳۰ مې ورځې پورې دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، تر اوسه د دوه ښځینه احتمالي نوماندانو په ګډون ۷۳ احتمالي نوماندانو د جمهوري ریاست د ټاکنو په باب معلوماتې دوسيې ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG