د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو د ټاکنو نیټه اعلان شوه


د ټاکنو کمیسیون د پارلماني ټاکنو نیټه په داسې حال کې اعلان کړې چې یوه کميټه د نوو کمشنرانو په ټاکلو غور کوي.
د ټاکنو کمیسیون د پارلماني ټاکنو نیټه په داسې حال کې اعلان کړې چې یوه کميټه د نوو کمشنرانو په ټاکلو غور کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ١٣٩٥ لمریز کال د میزان د میاشتې ٢۴ نیټه د ټاکنو د ترسره کیدو مهال ویش اعلان کړ چې د ټاکنو له ترسره کیدو څخه ۹۰ ورځې مخکې به د کاندیدو بهیر پیل شي

دا په داسې حال کې دي اجراییه ریاست د اصلاحاتو پرته د ټاکنو ترسره کیدل ناشونې ګڼي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس محمد یوسف نورستاني د ټاکنو د ترسره کیدو د مهال ویش د اعلان په وخت وویل چې ټاکنې به د قانون له مخې ترسره شي.

ښاغلي نورستاني وویل "د ولسي‌ جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د قانون په رڼا کې ترسره کوو، نو له ټولو اړوند بنسټونو او هغه کسانو چې غواړي ځانونه کاندید کړي غواړو چې لازم چمتوالی ولري".

ښاغلي نورستاني د شنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته د وینا په وخت ویلي وو چې دا کمیسیون به د دوشنبې په ورځ د راتلونکو ټاکنو نیټه اعلان کړي.

ښاغلي نورستاني وویل چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو به نږدې شپیته میلون ډالر لګښت راشي.

هغه د ټاکنو د پیسو برابرول او د امنیت خوندي کول د افغان حکومت کار وباله او هیله یې وښوده چې حکومت به ژر په دې برخه کې اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د اعلان دوه ساعته وړاندې د وزیرانو د شورا غونډې ته په وینا کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي پخواني چارواکي وبلل او ویې ویل چې ددغه کمیسیون کړنې سمې نه وې.

ښاغلي عبدالله وویل "په همدې بسنه کوي چې پخواني‌ کمیسیون ښې کړنې نه درلودې موږ ټول دا درک کړې چې بدلون باید راشي او د ملي وحدت حکومت دا ژمنه کړې ده، خلک هم تشویش لري چې داسې ونه شي چې لکه د پخوا په څیر کار دوام پیدا کړي".

په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د پرله پسې ځنډ له امله ولسمشر غني‌ دوه ځلې د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې کار غځولی دی.

تیره اونۍ ولسمشر غني د ۳۴ انتصابي سناتوران کاري موده هم وغځوله.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۲ مادې له مخې د ولسي جرګې د کار موده د دغې جرګې په پنځم کال کې د سرطان په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي او په کار دي چې په دغه ورځ نوي وکیلان کار پیل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تراوسه یې درې ځلې افغان حکومت ته د ولسي جرګې او د لسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره خپل پلانونه وړاندې کړي، خو حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن په داسې حال کې د ټاکنو د ترسره کیدو نیټه اعلان کړې چې افغان حکومت په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو او ددغو کمیسیونونو ته د نویو کمیشنرانو د غوره کولو لپاره د غوراوۍ کمیټه په کار ګمارلې ده.

ددغي کمیتې د کار په پای کې به ولسمشر غني دوو افغان ټاکنیزو کمیسیونونو ته نوي کمشنران وټاکي.

XS
SM
MD
LG