د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې د رئیس ټاکلو جنجال حل نشو، بلې اونۍ ته پاتې شو


ولسي جرګې غړي د تیرې اونۍ راهیسې د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره غونډې کوي، خو تراوسه لا د رئیس په ټاکلو بریالي شوي نه دي.
ولسي جرګې غړي د تیرې اونۍ راهیسې د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره غونډې کوي، خو تراوسه لا د رئیس په ټاکلو بریالي شوي نه دي.

د ولسي جرګې غړو نن د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولي ۲مه) هم د هغې جنجالي رایې په اړه موافقې ته ونه رسیدل، چې د تائید په صورت کې یې میررحمان رحماني د دغې جرګې رئیس په توګه ټاکل کیدای شي اویا هم د رد په صورت کې یې نوو ټاکنو ته لار پرانیستل کیدلی شي.

د ولسي جرګې یو شمیر استازو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې وکیلانو دغې لانجې ته حل ونه موندلی شو او پریکړه وشوه چې په دې مسله د را راونې شنبې په ورځ بیا په ولسي جرګې کې خبرې وشي.

یو شمیر وکیلانو د میر رحمان رحماني او د کمال ناصر اصولي د ملاتړو وکیلانو ترمنځ د جنجال د هوارولو هڅه وکړه، خو ځینو وکیلانو وویل چې حاضرو وکیلانو د منځګړو خبرو ته غوږ ونه نیوه.

د دغو منځګړو له ډلې د غزني ولایت یو استازي عبدالقیوم سجادي، چې د پنجشنبې د ورځې د موقت رئیس په توګه ټاکل شوی وو، هڅه وکړه خو هغه هم د یو جوړجاري په رامنځ ته کولو کې بریالی نشو او د منځګړیوب له هڅو لاس په سر شو.

ښاغلي سجادي وویل " زه خپله کومه خبره نه لرم، دا اړخ یو څه وايي او هغه بل اړخ بل څه، ځینې دوستان وايي، ستا وظیفه داده، چې صندوق کیږده، هغه دوستان وايي مونږ صندوق نه ږدو. بنا هیڅ دلیل نشته، چې زه خپل ځان تر پوښتنې راولم ستاسو د باور څخه مننه".

د منځګړیوب له هڅو د لاس په سر کیدو وروسته بیا هم یو شمیر وکیلانو عبدالقیوم سجادي منځګړیوب ته وهڅوه خو کومه پایله یې نه لرله.

د همدغو ګډو وډو بحثونو وروسته دا مسله د شنبې ورځې ته پاتې شوه.

درې ورځې وړاندې یو ۲۷ کسیز کمیسیون د دې لانجې د هوارولو لپاره کار پیل کړ، خو د چهارشنبې په ورځ د کمیسیون د غړو ترمنځ د اختلاف له امله د کمیسیون کار نیمګړی پاتې شو.

دا جنجال پر یوه رایه، چې په شین قلم پرې د تائید د نښې سربیره یو غټ ټکې هم لیکل شوی راپورته شوی دی.

د ښاغلي رحماني پلوي وکیلان دا رایه سمه ګڼي، خو د ښاغلي اصولي پلوي وکیلان یې باطله ګڼي.

که دا رایه باطله شي نو د ښاغلي رحماني او ښاغلي اصولي ترمنځ ټاکنې به پای ته ورسیږي او د نوو وکیلانو ترمنځ به د ولسي جرګې د ریاست لپاره ټاکنې وشي.

خو که دا رایه سمه او تائید شي، نو ښاغلی رحماني به د ولسي جرګې نوی رئیس وټاکل شي.

ښاغلي رحماني تیره اونۍ ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې، خو په ولسي جرګه کې د حاضرو وکیلانو د شمیر په سر جنجال د دې سبب شو، چې یو شمیر نور وکیلان د هغه ریاست ونه مني او د تیرې پنجشنبې د ورځې ټاکنې جنجالي شي.

XS
SM
MD
LG