افغان چارواکي وایي لږترلږه شپږو ځانمرګو برید کوونکو د پروان ولایت پر ودانۍ برید وکړ.
د کورنیو چارو د وزارت په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې په برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۷ نور ټپیان شول.
وژل شوي کسان د ولایت مامورین او پولیس دي. والي عبدالبصیر سالنګي ته په پيښه کې زیان ندی رسیدلی.
مقامات وایی ، د یاغیانو ددې حملې د پیل راهیسې، د چاودنو غږونه اوریدل شویدي.
پروان، د افغانستان د پایتخت، کابل نه قریب ٥٠ کیلو متره لیرې دی.