"د افغانستان پرلت کونکو ته دا پیغام دی چې د خپل ملک د ستونزو د حل لپاره داسې بیدار شي لکه چې څنگه د لر پښتانه رابیدار شویدي."
دغه څرگندونې د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین د امریکا غږ سره په یوې ځانگړې مرکې کې وکړي.
هغه وویل, "پښتون قام چې بې وسه شي نارینه یې د کوره راووځي چې ډیر بې وسه شي نو ښځې یې هم راووځي."
د منظور پښتین سره د امریکا غږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ پوره مرکه دلته واورئ
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.