د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان په یو بل د ډزو د پیلولو تورونه لګولي


د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ډزو کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ډزو کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي

افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې په یو بل باندې د ډزو د پيل کولو تورونه لګولي دي. په دغو ډزو کې د دواړو خواوو امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې یې د افغانستان سفیر جانان موسی زی احضار کړ او ورته یې د دریو پاکستاني ملیشو د وژل کیدو په اړه «سخت احتجاج» وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي دي چې ملیشي څو ورځې مخکې د افغانستان له لورې په ډزو کې وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې «افغان سفیر ته وویل شول چې دا [زموږ] پالیسي ده چې پاکستاني ځواکونه ډزې نه پيلوي او یوازې د خپل ځان د دفاع په غرض د ډزو ځواب وايي.»

تر دې یوه ورځ مخکې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین احضار کړی و او په کنړ کې یې د پاکستان له لورې د توپخانې د سختو ډزو په اړه احتجاج کړی و. د رپوټونو له قراره، په دغو ډزو کې د افغانستان اته امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.

په دې وروستیو وختونو کې افغان مشرانو په پاکستان تور لګولی چې پوره هڅه یې نه ده کړې چې افغانستان ته د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو د ورتګ مخه ونیسي او په دې کې هم پاته راغلی دی چې په پاکستان کې د دغو وسله والو مرکزونه بند کړي. پاکستاني چارواکو بیا دغه تورونه رد کړي دي.

په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري ډیره مهمه ګنل کیږي.

که څه هم په دې وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شوې دي خو داسې معلومیږي چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو د بریدونو ډیریدل او د ډیورنډ پر کرښې باندې د ډزو تبادله د دغو دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې، چې په دودیزه توګه ښه نه وي، لا پسې پیچلي کړي.

تیره اونۍ، د افغانستان او پاکستان د لوړرتبه چارواکو ترمنځ غونډې وشوي ترڅو چې د دواړو هیوادونو روابط، په افغانستان کې د خونړیو بریدونو نه وروسته، ښه شي

XS
SM
MD
LG