د لاس رسي وړ اتصالات

په بلجیم کې یو کس د تروریزم په تور ونیول شو


په بلجیم کې د تروریزم د ګواښونو له امله شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
په بلجیم کې د تروریزم د ګواښونو له امله شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په بلجیم کې پولیسو یو کس د تروریزم په تور نیولی دی. په هغه تور دی چې قصد یې درلود چې تروریستي برید وکړي او خلګ ووژني.

د نیول شوي کس د هویت په اړه یوازې دومره ویل شوي دي چې نوم يې نورالدین دی او د هغه د کورنۍ او یا هم د زیږدیو د ځای په اړه څه نه دې ویل شوي.

مشکوک کس د جمعې په ورځ د لیېژ د ښار او مونس په سیمې کې د یو شمیر کورونو د تلاشي نه وروسته ونیول شو.

د نورالدین ورور حمزه نومیږي چې هغه هم پولیسو توقیف کړی و او د کوم تور د لګولو نه بغیر یې بیرته خوشي کړ.

چارواکو د پلان شوي تروریستي پیښې په اړه جزئیات نه دې خپاره کړي، مثلا دا نه دې ویل شوي دي چې بریدکوونکو په کومو ځایونو کې د برید پلان درلود.

په رسمي بیان کې یوازې دومره ویل شوي دي چې په دې اړه تحقیقات روان دي.

د اروپايي اتحاد او ناټو دواړو مرکزونه په بلجیم کې دي او ډیر شمیر دفترونه یې په بروکسل کې دي.

د بلجیم رسنیو رپوټ ورکړی دی چې مشکوک تروریست نورالدین پخوا هم د هغو کسانو سره مرسته کړې وه چې غوښتل یې سوریې ته ولاړ شي او د تندلارو ډلو سره یوځای شي.

ویل کیږي چې مشکوک کس په اروپا کې بیلابیلو ځایونو ته سفرونه کړي و او غوښتل یې چې وسلې ترلاسه کړي.

خو د بلجیم چارواکو ویلي دي چې د تلاشي په وخت کې یې وسلې او چاودیدونکي مواد نه دې ترلاسه کړي.

په بلجیم کې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په دغه هیواد کې د مارچ په میاشت کې بریدونه وشول چې مسؤلیت یې داعش په غاړه واخیست.

XS
SM
MD
LG