د لاس رسي وړ اتصالات

په بروکسل کې د نوي کال د لمانځلو مراسم لغوه شول


چارواکي وايي د نوي کال لمانځنه یې د دې لپاره لغوه کړي دي چې د زرګونو کسانو تلاشي به امکان و نه لري.
چارواکي وايي د نوي کال لمانځنه یې د دې لپاره لغوه کړي دي چې د زرګونو کسانو تلاشي به امکان و نه لري.

د بروګسل ښاروال وايي چې د نوي میلادي کال د لمانځنې مراسم یې د تروریستي پیښې د ګواښ له امله لغوه اعلان کړي دي.

ښاروال ایوان مایور وویل: «بدبختانه موږ دې ته اړ شو چې د نن شپې اور لوبه چې پلان شوې وه لغوه کړو.»

ښاروال وویل چې د بلجیم د بحرانونو د مرکز د تحلیل له مخې، د دې امکان نه شته چې په مراسمو کې د شرکت لپاره دې د زرګونو کسانو تلاشي وشي.

په بلجیم کې پولیسو د روانې اونۍ په پیل کې دوه مشکوک کسان چې ویل کیږي غوښتل یې د نوي کال په مراسمو کې تروریستي برید وکړي ونیول.

د هغو کسانو له جملې نه چې د پاریس کې یې بریدونه کړي وو، څلور یې د بلجیم اوسیدونکي وو. د پاریس په بریدونو کې ۱۳۰ کسان ووژل شول.

بل پلو ته، د امریکا د نیویارک په ښار کې به د نوي کال د لمانځې د مراسمو په جریان کې، په زرګونو پولیسو ځای پرځای وي.

پولیسو، د امریکا د فدرالي استخباراتو ادارې او د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي دي چې په نیویارک او د امریکا په نورو ځایونو کې د باور وړ او مشخصه ګواښ موجود نه دی.

خو چارواکو د پاریس او کلفرونیا د بریدونو وروسته د خلګو نه غوښتي دي چې د نوي کال په لمانځنې کې دې د احتیاط نه کار واخلي.

تمه ده چې د پنجشنبې په شپه به د ۲۰۱۶ میلادي کال د راتګ د لمانځنې لپاره تر یو میلیون کسانو پورې د نیویارک د ټایمز په څلورلارې کې راټول شي.

XS
SM
MD
LG