د لاس رسي وړ اتصالات

چین په لانجمنې سیمې کې پوځي تاسیسات جوړوي


چین د جنوبي سمندرګې د ملکیت په سر د سیمې د هیوادونو ترمنځ لانجه روانه ده.
چین د جنوبي سمندرګې د ملکیت په سر د سیمې د هیوادونو ترمنځ لانجه روانه ده.

د چین په جنوبي سمندرګې کې، د ټاپوګانو او غونډیو د ملکیت په سر د ډیر وخت راهیسې د چین، فلیپين، ویتنام، امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو ترمنځ لانجه روانه ده.

د ملکیت په سر لانجه په تیرو څو اونیو کې لا پسې غټه شوې ده او هغه هم د دې لپاره چې چین په ښکاره د سمندرګې په اوبو کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو لپاره خاوره اچوي او مصنوعي ټاپو جوړوي.

د چین د دفاع د وزارت ویاند یانګ یوجن پرون خبریالانو ته وویل چې د هغه له نظره د تاسیساتو جوړولو د چین په جنوبي سمندرګې کې د چین د کړنو او اقداماتو سره هیڅ تړاو نه لري.

ښاغلي یوجن وویل چې ځینې غواړي چې په قصدي توګه په دې موضوع کې لاس ووهي تر څو چې دغه موضوع لانجمنه کړې.

یو دلیل یې دا دی چې « ځیني غواړي چې د چین د پوځ شهرت ته تاوان ورسوي او په قصدي توګه د سیمې د ثبات په تړاو د اندیښنو په اړه مبالغه وکړي.»

یانګ یوجن زیاته کړه چې «د دې امکان هم نه شو ردولی چې ځینې هیوادونه غواړي چې په راتلونکي کې د احتمالي اقداماتو د کولو لپاره بهانې جوړې کړي.»

د چین د پوځ ویاند یانګ یوجن دغه خبرې په هغه خبرې کنفرانس کې وکړي چې د چین د پوځ د کلنۍ پوځي طرحې د سند د خپریدو لپاره جوړ شوی و. د دغه سند نوم د «د چین د پوځ ستراتیژي» ده.

په خپلو خبرو کې، یانګ یوجن د هغو هیوادونو نومونه وانخستل چې ده ورته اشاره وکړه چې ګوندي غواړي په راتلونکي کې احتمالي اقدام وکړي. خو دا وضح ده چې هغه امریکا ته اشاره کوله.

د امریکا د کشفي الوتکو د سیمې څخه تصویرونه اخیستي وو چې پکښې هغو ټاپوګانو ته نږدې چې چین یې د ملکیت ادعا کوي په لسګونو بیړۍ لیدل کیږي چې په بحر کې وچه (ټاپو) جوړوي تر څو د الوتکو د ناستې لپاره ځای، د رادار لپاره برج او نور پوځي تاسیسات جوړ کړي.

د چین د پوځي طرحې په سند کې راغلي دي چې چین پلان لري چې خپل سمندري ځواکونه د خپلو سواحلو نه دباندې هم پیاوړي کړي

په دغه کلني رپوټ کې راغلي دي چې چین به د خپلو سواحلو د ساتنې په ځای خپله توجه په نړیوالو اوبو کې ساتنې ته واړوي. ‎

رپوټ دا هم وايي چې د چین هوايي ځواکونه به خپله توجه د خپلې خاورې هوايي حریم د دفاع نه دفاعي او تعرضي برخو ته واړوي.

کله چې د چین د دفاع د وزارت د ویاند نه پوښتنه وشوه چې آیا چین خو به د خپل قلمرو نه دباندې د جګړو لپاره خپله وړتیا نه ډیروي؟

د چین د دفاع د وزارت ویاند یانګ یوجن یې په ځواب کې وویل چې د چین په عمومي پالیسۍ کې تغیر نه دی راغلی.

«چین به د پرمختیا سوله ییزه لاره تقعیب کړي او خپل دفاعي پوځي حالت به وساتي. چین به هیڅکله هم دا و نه غواړي چې د پوځي پراختیا غوښتنې له لارې په استعماري قدرت یا زبرځواک واوړي.»

په کنفرانس کې چینايي چارواکو وویل چې چین اوس داسې کوم پلان نه لري چې د خپلې خاورې نه دباندې پوځي ادې جوړې کړي.

د داسې بیړیو د جوړولو په اړه چې الوتکې انتقالوي او د هیواد نه دباندې د قدرت ښکارندویې کوي، چینايي چارواکو وویل چی داسې تصمیم به د چین د اقتصادي پراختیا او په عمومي توګه د چین د پوځي ضرورتونو په اساس ونیول شي.

XS
SM
MD
LG