د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: سایبري بریدونه تجارتي موسسو ته تاوان رسوي


د سایبري امنیت لپاره د کاله ۷۰ میلیارد ډالر مصرفیږي او و هر کال پپه لګښتونو کې ۱۰ فیصده زیاتوالی راځي.
د سایبري امنیت لپاره د کاله ۷۰ میلیارد ډالر مصرفیږي او و هر کال پپه لګښتونو کې ۱۰ فیصده زیاتوالی راځي.

د رینډ کارپورېشن نوې څیړنه ښيي چې تجارتي موسسې د مخ په زیاتیدونکو سایبري جنايي ګواښونو سره مخامخ دي.

دغه څیړنه چې د رینډ کارپورېشن لخوا شوې ده دا خبره هم کوي چې تجارتي موسسې فکر کوي چې د هغو جنایتکارانو په مقابل کې چې پیسې او یا تجارتي پټ اسرار غلا کوي مبارزه بایللې ده.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې کمپیوټري داړه ماران ډیر ماهره شوي، سامانونه او تجهیزات یې ډیر موثره شوي دي او دهغوی د غلا کړو اطلاعاتو مارکېټ ښه په وده کې دی.

د رینډ کارپورېشن ویلي دي چې د سایبري بریدونو په مقابل کې دفاعي اقدامات د شرکتونو لخوا موثریت لري، خو دغه اداره دا خبره هم کوي چې کمپيوټري ډاره ماران په مسلسله توګه خپلو بریدونو ته تغیر ورکوي او د بریدونو لپاره نوې لارې چارې پیدا کوي.

کارپوهانو ویلي دي چې په نړیواله کچه د دغسې بریدونو بیه سلګونو میلیاردونو ډالرو ته رسیږي.

د څو څېړنو نه ښکاري چې ډیري کمپنۍ خپل نوم او شهرت ته د زیان رسیدو له کبله د زیاتو اندیښنو سره مخامخ دي.

دغه څیړنه چې د رینډ د کارپورشن لخوا د تحقیقاتي مرکو په اساس شوې ده. د څیړنې لپاره د لویو شرکتونو یا کارپورېشنونو د معلوماتي امنیت د ۱۸ مشرانو سره مرکې شوې دي.

په څیړنې کې راغلي دي چې د سایبري امنیت لپاره د کاله ۷۰ میلیارد ډالر مصرفیږي او هر کال په دې برخې کې په لګښتونو کې ۱۰ فیصده زیاتوالی راځي.

څیړونکو ویلي دي چې که څه هم د سایبري یا انټرنیټي امنیت په برخې کې پانګه اچونه ډیره شوې ده خو د معلوماتي امنیت مشران د سایبري بریدونو د مقابلې په برخې کې خوشبینه نه دي.

XS
SM
MD
LG