د ایران رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغه هیواد پخوانی جمهوررئیس اکبر هاشمي رفسنجاني مړ شوی دی.
رفسنجاني چې د ۸۲ کلنو و د یکشنبې په ورځ د زړه د حملې له امله د تهران په یو روغتون کې بستري شوی و.
رفسنجاني د ۱۹۸۹ کال نه تر ۱۹۹۷ کاله پورې د ایران جمهوررئیس و. هغه اوسمهال د مجمع تشخیص مصلحت نظام د شورا مشر و.
دغه شورا د ایران روحاني رهبر آیت الله خامنه ای ته مشورې ورکوي.