د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست سوداګر: د غلام خان لاره دې پرانستل شي


د غلام خان بندر
د غلام خان بندر

د خوست سوداګر وايي، چې د غلام خان لارې بندېدو د تجارتي مالونو په انتقال کې له مشکلاتو سره مخ کړي. چارواکي او سوداګر د لارې پر بيا پرانستلو سره د ترانزېټ غوښتنه هم کوي.

شاوخوا دوه کاله کېږي، چې د غلام خان لاره په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو په نتيجه کې په بشپړه توګه تړل شوې.

د دغې لارې سوداګر وايي، دې کار اړايستلي، چې له پاکستانه تجارتي مالونه د تورخم بندر له لارې راانتقال کړي، خو زياتوي، چې له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي.

اوس د سوداګرو غوښتنه دا ده، چې نه يواځې دا لار دې بيا پرانستل شي، بلکې د افغانستان او پاکستان له لوري دې د يوې مهمې ترانزېټي لارې په توګه په رسميت وپېژندل شي.

ملي سوداګر انعام رحماني وايي، چې د غلام خان لاره د افغانستان مرکزي ولايتونو او همدارنګه د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د سوداګريزو مالونو په انتقال کې تر نورو ترانزېټي لارو اقتصادي او موثره تمامېږي.

نوموړی وايي: ” نه يواځې د خوست، بلکې د ټول افغانستان مفيده لاره ده، ځکه کراچۍ ته شاوخوا څلور سوه کيلومتره نږدې ده او په يوه موټر کې يو لک روپۍ تفاوت راځي. هم پاکستاني او هم د نورو هېوادونو مالونو اقتصادي تمامېږي ‟.

د غلام خان لارې د ترانزېټ حکم پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په کال ۱۳۸۱ هجري لمريز کې ورکړی و، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله يې تر اوسه ترانزېټي بڼه نده خپله کړې.

مګر د خوست د سوداګرۍ او صنايعو د خونو رئيس نواب اميرزی، د ماليې او سوداګرۍ د پخوانيو وزيرانو او ځينو نورو لوړ پوړو چارواکو شخصي ګټې او توپيري چلند د يادې لارې د نه ترانزېټ نتيجه بولي.

هغه زياته کړه: ”د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارتونو په تېرو ۱۳ کلونو کې د مکتوبونو تبادله کړې وای او په خوست کې قونسلګري جوړه شوې. دا حکومت تر اوسه پورې نه دي کړي‟.

همدارنګه د غلام خان په بندر کې د امريکا د پوځ له لوري د شاوخوا څلورو ميليونو ډالرو په لګښت د ګمرک او کميسارۍ تاسيسات هم جوړ شوي، خو پرته له ګټې اخيستنې تشې ودانۍ ولاړې دي.

د جمهوري رياست لپاره د کانديدانو د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال د ملي يووالي حکومت دواړو مشرانو واک ته د رسېدو په صورت کې ددې ستونزې حل خپل لومړيتوب بللی و، مګر تراوسه په خپل حال پاتې ده.

د خوست د ولايتي شورا رئيس عبدالولي واحدزی وايي: ” په دې برخه کې پر مرکزي حکومت په ځانګړي ډول پر ولسمشر غږ کوو، چې زموږ دغه غوښتنه، چې د کمپاين په وخت کې يې په لومړيتوب کې بللې وه، پرځای کړي او د خوست د خلکو دا ارمان پوره کړي‟.

د خوست د والي وياند وايي، چې ولايتي ادارې د ياد بندر د عملي ترانزېټ په خاطر پوره هلې ځلې کړې دي، مګر ده هم ومنله، چې د ځينو لوړ پوړو چارواکو د ناغيړۍ له امله دې موضوع پرمختګ ندی کړی.

مبارز محمد ځدراڼ دغه راز وويل، چې د ملي يووالي حکومت دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه لري. د هغه په وينا اوسنی حکومت د سوداګرۍ د پراختيا لپاره غلام خان ته د ډېرې مهم لارې په سترګه ګوري.

هغه وويل: ” ټول کارونه يې سرته رسېدلي، خو يواځې د افغانستان او پاکستان رسمي موافقې ته اړتيا ده، ترڅو دا بندر د ترانزېټ په ډول وپېژندل شي او سوداګريزه راکړه ورکړه پراختيا ومومي‟.

تېرکال پاکستاني چارواکو او سوداګرو هم په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې د يادې شوې لار پراهميت خبرې کړې وې. دوی هم د دغې لار ترانزېټ د خپلې سوداګرۍ د پراختيا لپاره خورا مهم بللی دی.

XS
SM
MD
LG