د لاس رسي وړ اتصالات

د حاجیانو د مړو شمیر ۱۳۹۹ ته وخوت


ځيني هیوادونو پر سعودي چارواکو نیوکه کړې چې د حاجیانو د سلامتۍ انتظام يې سم نه و کړی
ځيني هیوادونو پر سعودي چارواکو نیوکه کړې چې د حاجیانو د سلامتۍ انتظام يې سم نه و کړی

اسوشیټیډ پرس وايي چې د سږکال د حج په مراسمو کې، د کرین د رالویدو په حادثې کې او د مینا په ټیل ماټیل کې ۱۳۹۹ حاجیان مړه شوي دي.

تر دې مخکې د سعودي عربستان چارواکو ویلي وو چې د سږکال د حج په مراسمو کې ۷۶۹ کسان مړه شوي دي.

د اسوشیټیډ پرس خبرې آژانس ويلي دي چې د سږکال د حج پیښې په تیرو ۲۵ کلنو کې بې ساري وه.

دغه پيښې داسې مهال شوې دي چې د سعودي شاهي حکومت د بیلابیلو ګواښونو سره مخامخ دی. په دغو ګواښونو کې د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو نه نیولې، د یمن تر جګړې او د تیلو د قیمتونو تر رالویدلو پورې راځي.

د سږکال د حج په مراسمو کې د مکې په مسجد کې یو کرین راولوید چې ۱۱۰ کسان یې ووژل.

د اسوشیټیډ پرس خبرې آژانس زیاتوي چې سعودي عربستان دې ته زړه نه ښه کوي چې په مینا کې د سپټمبر د ۲۴ نیتې د ټیل ماټیل په پيښې کې د مړو تازه شمیر اعلان کړي. د پیښې نه وروسته اوس هم په سلګونو کسان لادرکه دي.

اسوشیټیډ پرس نوي ارقام د هغو ۱۸ هیوادونو د چارواکو څخه ترلاسه کړې دي چې ویلي یې دي اتباع یې د حج په مراسمو کې مړه شویدي.

په دغو هیوادونو کې ایران ویلي دي چې ۴۶۵ حاجیان یې مړه شوي دي. مصر ویلي دي چې ۱۴۸ مصري اتباع مړه شوي دي او اندونیزیا بیا د خپلو مړو شوو اتباعو شمیر ۱۲۰ تنه ښودلی دی.

د سږکال د حج په مراسمو کې د نایجیریا ۹۹ ، د پاکستان ۸۹، د هند ۸۱، د مالي ۷۰، د بنګلدیش ۶۳، د سینګال ۵۴، د بینین ۵۱، د کامیرون ۴۲، د ایتوپيا ۳۱، د مراکش ۲۷، د الجزایر ۲۵، د ګانا ۱۲، د چاد ۱۱، د کینیا اته او د ترکیې درې کسان مړه شويدي

تر نورو هیوادونو د ایران ډیر حاجیان مړه شویدي. ایران د پیښې په اړه د یوې مستقلې ادارې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG