د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د تیلو د خرڅولو له درکه ۵۰ میلیون ډالره عاید لري


داعش د ورځې ۳۰ زره بیلره تیل د سوریې نه راباسي او د ۱۰ زرو نه تر ۲۰ زرو پورې بیا په عراق کې تولیدوي.
داعش د ورځې ۳۰ زره بیلره تیل د سوریې نه راباسي او د ۱۰ زرو نه تر ۲۰ زرو پورې بیا په عراق کې تولیدوي.

د اسلامي دولت ډله یا داعش د خامو تیلو د خرڅولو له درکه د میاشتې ۵۰ میلیون ډالره عاید لري.

د اسوشيټیډ پرس خبرې آژانس وايي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د عایداتو تر ټولو لویه منبع د تیلو خرڅلاو دی.

د خامو تیلو د خرڅولو له لارې داعش د دې توان پيدا کړی دی چې په هغو سیمو کې خپل کنټرول قایم کړي چې په عراق او سوریه کې یې ترلاس لاندې دي.

د تیلو په پيسو، داعش ځان ته تاسیسات جوړوي او خپلو وسله والو ته پیسې ورکوي. دغه داعش ته د دې توان هم ورکړی دی چې د یو کال نه راپدیخوا د امریکايي الوتکو د بمباریو تاب راوړي او د خپلو مخالفینو سره مقابله وکړي.

اسوشيټیډ پرس خبرې آژانس په خپل رپوټ کې ویلي دي چې داعش حتی د تیلو د صنعت لپاره د بهر نه سامان الات او تخنیکي ماهران هم راغوښتي دي.

امریکا په دې وروستیو وختونو کې خپلې هڅې ډیرې کړې دي چې د داعش دغه عایداتي منبع ختمه کړي.

واشنګټن د ترکیې او د سیمې د نورو هیوادونو سره هم خبرې کړې دي او په سوریه کې یې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو ته د تیلو د رایستلو او تصفیې د ماشین الاتو د قاچاق په اړه خپله اندیښنه ورسره شریکه کړې ده.

دغه خبره د اسوشیټیډ پرس خبرې آژانس ته یوه امریکايي چارواکي، چې د داعش د تیلو د سکتور په اړه معلومات لري، کړې ده.

ارزانه تیل

دغه امریکايي چارواکي په واشنګټن کې اسوشيټیډ پرس ته ویلي دي چې په سیمې کې نړیوالو ادارو او هیوادونو ورته دا معلومات ورکړيدي چې د داعش لخوا د تیلو د ساتلو د ساحو مدیریت په ډیر «پیچلي» توګه کیږي چې دغه بیا د دې سبب شوی دی چې د امریکا په بمباریو کې د دغې ډلې د تیلو تاسیسات پوره له منځه ولاړ نه شي.

د عراق د اسخباراتو څلورو چارواکو اسوشیټیډ پرس ته ویلي دي چې داعش خام تیل په ټیټه بیه په قاچاقبرانو باندې خرڅوي. مثلا، که د تیلو د یو بیلر قیمت په نړیوالو مارکیټونو کې د ۵۰ ډالرو په شاووخوا وي، داعش یې د ۱۰ ډالرو نه نیولې بیا تر ۳۵ ډالرو پورې خرڅوي.

دغه عراقي چارواکو هم د نوم د نه اخیستلو په شرط د اسوشیټیډ پرس سره خبرې کړې دي.

فکر کیږي چې د اسلامي دولت ډله د ورځې ۳۰ زره بیلره تیل د سوریې نه راباسي او د ۱۰ زرو نه تر ۲۰ زرو پورې بیا په عراق کې تولیدوي.

په مجموعې توګه د تیلو د خرڅولو له درکه، داعش د میاشتې د ۴۰ میلیون نه نیولې بیا تر ۵۰ میلیونو پورې پيسې جوړوي

XS
SM
MD
LG