د لاس رسي وړ اتصالات

په حرم شریف کې د څارنې ویډیويي کمرې لګول کیږي


څو ورځو کیږي چې د جان کېري، د اردن د پاچا عبدالله او د اسرائیلي او فلسطيني چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.
څو ورځو کیږي چې د جان کېري، د اردن د پاچا عبدالله او د اسرائیلي او فلسطيني چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د تشنج د کمولو لپاره اسرائیلو او اردن په یو لړ اقداماتو موافقه کړې ده.

جان کېري پرون وویل چې په دغو اقداماتو کې په حرم شریف او نورو سپيڅلو ځایونو کې د څارنې لپاره د ویډیويي کمرو لګول هم شامل دي. دغه ویډیويي کمرې به ټوله ورځ او شپه فعاله وي.

خو، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په دغه اعلان کې د څارنې لپاره د دغه سیستم په اړه لږ جزییات ورکړل شوي دي.

دا هم سمدستې معلومه نه ده چې آیا دغه به په سیمې کې کراري راولي او که نه؟ اسرائیلو او فلسطینیانو تر اوسه د دغه پلان په اړه تبصره نه ده کړې.

د څو ورځو راهیسې، جان کېري او د اردن پاچا عبدالله د فلسطینیانو او اسرائیلیانو سره ګوري او خبرې اترې ورسره کوي.

دوی د څارنې لپاره د ویډیويي کمرو د نصبولو سیستم پشنهاد کړی و چې د اسرائیلو د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دغه پشنهاد ومنی.

کېري د اردن په پایتخت عمان کې د پاچا عبدالله او د فلسطینیانو د ولسمشر محمود عباس سره د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل چې «د تشدد او د تشدد د پارولو ټول اقدامات باید ودرول شي.»

په بیت المقدس کې تیره عیسوي میاشت هغه مهال تشدد پيل شو چې اوازې ګډې شوي چې د اسراییلو حکومت غواړي چې د مسجد الاقصی په سیمې کې خپل حضور ډیر کړي. مسلمانانو او یهودیانو دواړه د بیت المقدس دغه ساحه مقدس ګني.

تشدد ډیر ژر د اسرائیلو نورو سیمو، غربې تړانګې او غزې ته هم وغځید. په تیرو پنځو اونیو کې، چې تشدد پيل شوی دی، ۱۰ اسرائیلیان وژل شوي دي، چې زیاتره یې په چړو وهل شوي دي.

په عین وخت کې، ۴۹ فلسطینیان هم د اسرائیلیانو په ډزو کې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG