د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لیکوالان: پښتو د انټرنټ او ټکنالوژۍ ژبه ګرځېدلې ده


د فبرورۍ په یوویشتمه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

پدې مناسبت ولسونه، ژب پوهان، لیکوالان او د قلم خاوندان د مورنۍ ژبې د تقویې لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړوي.

افغان څېړونکي او استادان وایې چې پښتو ژبې په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغوي وایې چې اوس نه یوازې په پښتو زیات تدریسي کتابونه چاپ شوي بلکې دا ژبه انټرنیټ او ټکنالوژۍ ته هم ننوتلې ده.

په افغانستان کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په پلمه فعالان په مورنۍ ژبه د زده کړو مطالبه کوي.

د ماشومانو لپاره د پښتو کتابونو لیکوال او د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون وايې ماشومان حق لري چې پخپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي.

د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي اداره (یونیسکو) وايې چې د نړۍ ۴۰٪ خلک په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخې دي.

لیکوال او څېړونکی حبیب الله رفیع وايې که څه هم په وروستیو کلونو کې د پښتو ژبې ته کار شوی خو اوس لا هم ډېری پښتانه ماشومان او ځوانان په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو محروم دي.

د استاد رفیع په وینا پښتو یوازې ژبه نه ده، بلکې یو قانون دی، او په افغانستان کې له لسیزو جګړو سره سره بیا هم دغه "قانون" د خلکو تر منځ نږدې ملګرتیا او تفاهم ساتلی دی.

افغان لیکوالان: پښتو د انټرنټ او ټکنالوژۍ ژبه ګرځېدلې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

XS
SM
MD
LG