د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د پاکستان سره د لا نږدې اړیکو غوښتنه وکړه


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سره د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وکتل
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سره د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وکتل

اوباما وايي چې غواړي د امریکا او پاکستان اړیکې نورې هم نږدې او ښې شي. هغه دغه خبره د نواز شریف سره په سپينې ماڼۍ کې د ملاقات په جریان کې وکړه.

ولسمشر اوباما وویل: «ښکاره ده چې امریکا او پاکستان ډیرې پخوانۍ اړیکې لري او د ډیرو مسایلو په اړه یې ګډ کار او همکاري کړې ده.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې «موږ تمه لرو چې دغه مجلس به د یو داسې فرصت په توګه استعمال شي چې د امریکا او پاکستان اړیکې لا پسې ژورې شي.»

نواز شریف وویل چې «د پاکستان او امریکا اړیکې ۷۰ کلنې دي او دا زما هڅه ده چې دغه اړیکې نورې هم قوي او نږدې کړم.»

تمه کیږي چې ولسمشر اوباما به په نوازشریف باندې فشار واچوي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د بیا پيلولو لپاره منځګړتوب وکړي.

اوباما تیره اونۍ اعلان وکړ چې په پلان کې لري چې د ۲۰۱۶ کال نه وروسته هم په افغانستان کې ۵۵۰۰ عسکر وساتي. امریکا په پاکستان دا فشار هم راوړي چې د تندلارو ډلو، لکه د حقاني د ډلې خلاف چې مرکز یې په پاکستان کې دی، اقدامات وکړي.

اوباما به هڅه وکړي چې نواز شریف په دې قانع کړي چې پاکستان خپل اټومي سلاکوټ محدود کړي.

د بولټین اف اټومیک ساینټسټ په نامه یوې اداې د پنچشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړی دی چې وايي د پاکستان د اټومي سرګلولو شمیر چې ۱۳۰ ته رسیږي په بلې لسیزې کې به ۲۵۰ ته ورسیږي.

په دغه سره به پاکستان د نړۍ پنځم لوی آټومي هیواد شي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې امریکا د پاکستان سره ۳۰ میلیارده مرسته کړې ده. په دغو پيسو کې هغه مرستې هم شاملې دي چې د امنیت په برخې کې د پاکستان سره شويدي.

د ۲۰۰۹ کال راهیسې امریکا د پاکستان سره په ملکي برخې کې پنځه میلیارد ډالره مرسته کړې ده. همداراز، د تجارت په برخې کې امریکا د پاکستان تر ټولو لوی ملګری دی.

XS
SM
MD
LG