د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ایران دې امریکايي بندیان خوشي کړي


ولسمشر اوباما د ایران د اټومي موافقې پر منتقیدینو هم نیوکه وکړه
ولسمشر اوباما د ایران د اټومي موافقې پر منتقیدینو هم نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ایران نه غوښتي چې هغه درې امریکایان دې خوشي کړي چې په ایران کې بندیان دي.

ولسمشر اوباما همداراز د ایران نه وغوښتل چې د څلورم امریکايي په پیدا کولو کې دې هم مرسته وکړي چې ګمان کیږي په ایران کې به وي.

ولسمشر اوباما چې د سې شنبې په ورځ یې د امریکا د پیټزبرګ په ښار کې یې د هغو عسکرو غونډې ته خبرې کولې چې د امریکا نه بهر په جګړو کې یې برخه اخیستې وه، وویل:

«موږ به تر هغو کرار کښیننو چې خپل امریکایان، چې په بې عدالتۍ په ایران کې بندیان شوي دي، بیرته هیواد ته راستانه نه کړو.»

اوباما زیاته کړه چې «ژورنالست جیسن رضایان باید چې خوشي شي. عیسوي ملا سعید عابدیني باید چې خوشي شي. امیر حکمتي، چې د امریکا د سمندري قواوو یو پخوانی ډلګۍ مشر دی باید چې خوشي شي. ایران باید چې د رابرټ لیونسن په پیدا کولو کې مرسته وکړي. دغه امریکایان باید چې بیرته خپلو کورونو ته راستانه شي او د خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»

خو د دغو څلورو امریکایانو د کورنیو ځینو غړو په ولسمشر اوباما باندې انتقادونه کړي دي چې ولې یې د ایران سره د هغه هیواد د اټومي پروګرام په سر په موافقې کې د بندیانو د خوشي کولو موضوع شامله نه کړه.

د ایران سره تیره اونۍ د دغه هیواد د اټومي پروګرام په سر موافقه وشوه. د موافقې په اساس به په موقتي توګه د ایران لخوا د اټومي وسلو جوړول بند شي او په بدل کې به یې په ایران باندې نړیوال لګول شوي بندیزونه لېري شي.

موافقه د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت د شورا لخوا تصویب شوه. د امریکا کانګرس به د موافقې په اړه خپل بحث پیل کړي او په دوو میاشتو کې به رایه ګیري وکړي چې موافقه ومني او که یې رد کړي.

بل پلو ته ولسمشر اوباما د ایران د اټومي موافقې په منتقیدینو باندې نیوکه کړې ده. ولسمشر وویل چې هغه کسان چې د ایران سره په آټومي موافقې انتقاد کوي هغه کسان دې چې په عراق کې یې د جنګ طرفداري کوله.

اوباما وویل چې «هغه سیاستمداران او کارپوهان چې په چټکۍ سره یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د دیپلوماتیکي حللارې امکانات رد کړي دي، هغه کسان دي چې په بیړه یې عراق ته د جګړې لپاره [د امریکا] د تک غوښتنه کوله او ویل یې چې جګړه به یوازې څو میاشتې ونیسي.»

XS
SM
MD
LG