د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جنوبي کوریا دشمالي کوریا سره خبرو ته لیواله دي


ولسمشر اوباما د جنوبي کوریا د ولسمشرې پارک سره د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وکتل
ولسمشر اوباما د جنوبي کوریا د ولسمشرې پارک سره د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وکتل

د امریکا او جنوبي کوریا ولسمشران وايي د شمالي کوریا سره مذاکراتو ته اماده دي خو په دې شرط چې شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام ختم کړي.

د امریکا ولسمشر اوباما او د جنوبي کوریا ولسمشره پارک ګېن هي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل او په ګډ خبرې کنفرانس کې یې په شمالي کوریا غږ وکړ چې د آټومي وسلو په اړه دې خپل لوړ خیالونه پریږدي.

دواړو ولسمشرانو لیوالتیا څرګنده کړه چې غواړي د شمالي کوریا سره مذاکرات وکړي خو په دې شرط چې شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام د ختمولو په برخې کې جدي وي.

ولسمشر اوباما وویل: «زموږ هیوادونه به هیڅ کله هم شمالي کوریا په اټومي وسلو د سمبال هیواد په توګه تسلیم نه کړي.»

هغه زیاته کړه «موږ تاکید کوو چې شمالي کوریا د اټومي وسلو نه د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو په اړه . . . خپل مسولیتونه سرته ورسوي.»

ولسمشر اوباما د ولسمشرې پارک د هغو هڅو ملاتړ څرګند کړ چې هدف یې د کوریا د ټاپووزمې یو ځای کول دي. هغه وویل چې امریکا دې ته لیواله ده چې د شمالي کوریا سره مذاکرات وکړي چې دغه هیواد د اټومي وسلو د جوړولو نه لاس واخلي.

ولسمشر اوباما وویل چې اداره یې اماده ده چې د هیوادونو سره چې د امریکا سره یې پخوا ښه اړیکې نه درلودې خبرې اترې وکړي.

هغه وویل چې شمالي کوریا باید دا درک کړي چې تر هغو چې اټومي وسلې ولري اقتصادي پرمختګ نه شي کولای.

ولسمشرې پارک شمالي کوریا د هغه هیواد د «پارونکو اعمالو» پخاطر وغندله. د اګست په میاشتې کې هغه مهال د جنوبي کوریا دوه عسکر ووژل شول چې په سرحدي سیمې کې د شمالي کوریا په یو ماین وربرابر شول.

د امریکا او جنوبي کوریا ولسمشرانو وویل چې ژمن دي چې «د شمالي کوریا د اټومي او بلاستیکي توغندیو د پروګرامونو سره، او د نورو پارونکو اعمالو سره مقابله وکړي.»

دواړه هیوادونو ژمنه وکړه چې د چین او نورو مطرح هیوادونو سره به خپله همکاري ډیروي تر څو شمالي کوریا دې ته وهڅوي چې «د اعتبار وړ او معنی دارو خبرو ته هرڅه ژرتره اماده کړي.»

ولسمشر اوباما وویل چې امریکا د جنوبي کوریا دفاع او امنیت ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG