د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ولسمشر غني څرګندونو مایوسه کړي یو


ولسمشر غني د ناټو د مشرانو په غونډه کې وویل چې پاکستان د افغانستان په سولې کې همکاري نه کوي.
ولسمشر غني د ناټو د مشرانو په غونډه کې وویل چې پاکستان د افغانستان په سولې کې همکاري نه کوي.

پاکستان د جمهوررئیس غني د هغو څرګندونو په اړه چې د پاکستان په اړه یې د ناټو د مشرانو په غونډه کې کړې، سخت عکس العمل ښودلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس د جمهوررئیس غني هغه خبره رد کړه چې ویلي یې دي پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره همکاري نه کوي او د ژمنو خلاف د هغو وسله والو خلاف اقدامات نه کوي چې په پاکستان کې دي او په افغانستان کې جګړه کوي.

جمهوررئیس غني د شنبې په ورځ په وارسا کې وویل چې د پاکستان نه بغیر د سیمې نور هیوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره همکاري کوي.

«پاکستان استثنا دی. که څه هم [پاکستان] په څلوراړخیزو غونډو کې د سولې د پروسې سره [د مرستې] ژمنه کړې، خو د [پاکستان لخوا د تروریستانو]تقسیم، په ښه او بدو تروریستانو، چې خطرناکه دی، اوس هم ترسره کیږي.»

په پاکستان باندې دا تور دی چې د هغو طالبانو په ضد چې د پاکستان د حکومت خلاف دي عملیات کوي خو د هغه طالبانو په ضد چې په افغانستان کې جګړه کوي، او ویل کیږي چې په پاکستان کې مرکزونه لري، عملیات نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس وویل چې «پاکستان د جمهوررئیس غني د څرګندونو نه چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې یې کړې مایوسه شوي دي. . . . د اوس تقاضا دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې همکاري وشي تر دې چې افغانستان په غلطو نظریاتو باندې تورونه لګوي.»

ذکریا وویل: «موږ هم د افغانستان د حکومت څخه د همکارۍ توقع لرو چې د سرحدونو د مدیریت له لارې او په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان تروریستان، چې د پاکستان په خلاف دي، پرې نه ښودل شي چې مرکزونه جوړ کړي، د تروریزم خلاف زموږ د جګړې سره مرسته وکړي.»

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په افغانستان کې دي او د هغه ځای نه په پاکستان کې بریدونه کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو میاشتو کې اړیکې خرابې شوي دي او دواړو حکومتونو به یو بل باندې تورورنه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG