د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د طالبانو سره څه ډول همکاري کوي


پاکستان د طالبانو سره څه ډول همکاري کوي
پاکستان د طالبانو سره څه ډول همکاري کوي

د نیوزویک مجلې د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې د افغانستان د طالبانو د لوژستیک افسر د مطبوعاتو په هغو رپوټونو مسخرې کړیدي چې د همدې اونۍ تر ټولو توده موضوع وه.

د ویکي لیکس په نامه یوې ویب پاڼې د امریکا د پوځ په زرګونه محرم اسناد چې د افغانستان د جګړې په اړه وو، تیره اونۍ مطبوعاتو ته افشا کړل.

د امریکا د پوځ د افشا شوو اسنادو په یوې برخې کې ویل شویدي چې پاکستان په پټه د طالبانو او نورو تندلارو ډلو سره مرستې کوي. د طالبانو د لوژستیک دغه افسر مجلې ته ویلي دي چې پدې برخې کې زمونږ او د امریکا ستونزه یوه ده ځکه چې پاکستان د دواړو سره دوه مخې لوبه کوي.

مجله لیکي چې پاکستان د افغانستان د طالبانو سره په هرې برخې کې مرسته کوي. زیات شمیر طالبانو چې د مجلې سره یې د نوم د نه اخیستلو په شرط خبرې کړيدي ویلي دي چې د پاکستان د استخباراتو اداره ISI ورسره نه یوازې د پټیدو د خوندي ځایونو په برخې کې مرسته کوي بلکه کله نا کله د هغوي تقریباً ټول مالي لګښت هم همدغه اداره ورته برابروي.

د افغانستان د طالبانو د لوژستیک دغه افسر د پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې پخپل کاله کې یې د مجلې سره په مرکې کې ویلي دي، د هغو مالوماتو پر اساس چې د خپلو مشرانو نه یې ترلاسه کړیدي، د طالبانو شاوخوا اتیا فیصده مالي لګښت پاکستان ورکوي. دی وایي که چیرته آی آس آی ورسره مرسته ونکړي نو طالبان نشي کولی چې حتې یوازې د کندهار په ولایت کې خپل مصرف پوره کړي.

طالبانو مجلې ته ویلي دي چې هغوي ته پیسې او نور وسایل په مستقیم ډول د آی اس آی مامورین نه ورکوي بلکه د سوداګرو، صرافانو او نورو کسانو په لاس یې دوي ته ورکوي چې ګمان کیږي دغه کسان به د آی اس آی لپاره کوي. طالبان وایي چې ځیني دغه کسان ورته پیسې ورکوي، ځینې یې هم موټرسایکلونه او ځیني نور یې وسلې او مهمات ورته برابروي.

د همدغو دلالانو یو تن مجلې ته ویلي دي چې د پاکستان امنیتي قواوو د بلوچستان په سیمې کې یوه سرحدي پوسته د طالبانو تګ راتګ ته خلاصه پریښې ده او ملکي خلکو ته په هغې لارې باندې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

مجله وایي چې طالبان د پاکستان سره هم یو څه پخوانۍ بدي لري. د طالبانو د استخباراتو یوه لوړرتبه چاروکي مجلې ته ویلي دي چې طالبان به هیڅکله هم پاکستان پدې خاطر معاف نکړي او نه به یې هغه څه هیر شي چې په افغانستان باندې د حملې پر وخت یې د پاکستان سره مرسته وکړله. دی زیاتوي چې د طالبانو ځیني لوړرتبه چارواکي په پاکستان کې ونیول شول او ځیني نور یې په افغانستان کې د پاکستان په همکارۍ ووژل شول.

د طالبانو د استخباراتو دغه چارواکی وایي چې د هغوي یو تن ملګری ملا اختر محمد عثماني چې د طالبانو په تنظیم کې یې ښه نوم درلود په 2006 کال کې د پاکستان امنیتي قواوو په کوټه کې د هغه په مرکز باندې چاپه واچوله. ملا اختر محمد د خپل مرکز نه ژوندی وتښتید خو وروسته بیا د امریکا په هوایي برید کې ووژل شول.

طالبان دا شک هم لري چې د هغوي بل ملګری ملا دادالله اخند چې د طالبانو په ډلې کې زیات زړه ور ؤ هغه هم د هلمند په ولایت کې د آی اس آی په همکارۍ ووژل شو.

طالبان وایي د هغوي هم پدې خبرې سم سر نه خلاصیږي چې د پاکستان نه څه تمه ولري. دوي وایي کله نا کله پاکستان ورسره انډیوالي کوي او کله دښمني. د افغانستان په جنوب کې د طالبانو یو پخوانی قوماندان وایي چې اوس د هیچا سره هم په امان کی ندي ځکه ځیني هغه طالبان چې پاکستان ونیول هغوي هم یو وخت د آی اس آی کلک ملګري وو. دی وایي پاکستان هیڅکله هم یوه خوله ندی، یوه شیبه یې په خوله یوه خبره وي او شیبه وروسته بیا هر څه بل ډول وي.

طالبان وایي پدې خاطر چې پاکستان د هغوي په مشرانو باندې کنترول ولري، نو کله نا کله هغوي نیسي او دا ورته په یادوي چې د هغوي آزادي د پاکستان په لاس کې ده او بله دا چې باید د پاکستان لپاره په هره برخه کې وفاداره وي. طالبان وایي چې آی اس آی شاوخوا درې سوه د طالبانو قوماندان او چارواکي په همدې موخه څو ځله بندیان کړل.

پاکستان د طالبانو سره څه ډول همکاري کوي
پاکستان د طالبانو سره څه ډول همکاري کوي

مجله وایي چې د همدې کال په سر کې آی اس آی د طالبانو یو ستر قوماندان عبدالقیوم ‌‌‌ذاکر چې پنځه کاله په ګوانتانامو کې بندي ؤ، د دولسو نورو طالبانو سره یو ځای ونیوه، او دغه کسان یې وروسته تر هغه خوشي کړل چې دا یې یقیني کړه چې هغوي به د پاکستان په ګټه کار کوي.

د طالبانو د کابینې یو پخواني وزیر دا هم ویلي دي یوه ورځ به راشي چې آی اس آی به ټول طالبان ونیسي او حتی هغه شک لري چې ملا محمد عمر به هم د هغوي سره بندي وي ځکه چې د 2001 میلادي کال نه راپدیخوا ملا محمد عمر هیچا هم ندی لیدلی او نه هم په کومه ویډیو کې ښکاره شویدی.

مجلې په پای کې د طالبانو د استخباراتو د یوه چارواکي له قوله لیکلي دي هغه څوک چې د پاکستان په مرستو تکیه ونکړي او د پاکستان نه ځان یو څه لیرې کړي نو ښه نوم ګټي خو هغوي وایي چې د پاکستان نه د مرستې اخیستلو پرته بله چاره نلري.

XS
SM
MD
LG