د لاس رسي وړ اتصالات

روباټان به د انسانانو کارونه وکړي؟


زده کوونکي د فلوریډا په نړیوال پوهنتون کې یو روباټ کنټرولوي.
زده کوونکي د فلوریډا په نړیوال پوهنتون کې یو روباټ کنټرولوي.

د انګلستان د اکسفورډ د پوهنتون څیړونکي وايي چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به په امریکا کې نږدې نیمایي کارونه، چې اوس یې انسانان ترسره کوي، ماشینونه وکړي.

دغه خبرې په خلګو کې یې تشویش پیدا کړی دی چې داسې نه شي چې د دوی ځای ماشینونه یا روباټان ونیسي. خو، په باسټن کې د تجارت یو کارپوه او لیکوال نایجل دیهیسو وايي چې داسې لارې شته چې کارکوونکي، په تیره بیا ځوانان، ځانونه د نوي عصر د کار د مارکیټ سره عیار کړي.

روباټان همبرګر جوړوي، موټر جوړوي او د خلګو سره روغبړ کوي. د کار په ساحې کې د ماشینونو څخه استفاده ډیره شوې ده خو په عین وخت کې تشویشونه هم راپیدا شوي دي.

«نو څه چې موږ به یې په ۲۵ کلنو کې په امریکا او کیدای شي چې په یو شمیر نورو غربي صنعتي هیوادونو کې ووینو هغه دا دي چې د کښته کچې کارونه او په فابریکو کې ساده او تکراري کارونو به ختم شي.»

او د تجارت کارپوه او لیکوال نایجل ديهیسو وايي چې دغه سلسله به دوام ومومي.

«دا ډیره جالبه ده لکه د ستیل ویستر ستېلون په فلم کې چې د راتلونکي یو تصویر ورکوي. په فلم کې یو کس د پولیسو سټیشن ته ټیلیفون کوي. هغه ته ویل کیږي چې که چیري غواړي چې د روباټ سره خبرې وکړې نو د ۱ تڼۍ کښیکاږه او که چیري اوس هم غواړي چې د یو انسان سره خبرې وکړي، نو انتظار وباسه، دغه هغه څه دي چې موږ به یې په راتلونکي کې شاهدان واوسو.»

څه کول پکار دي؟

خو ديهیسو وايي چې داسې لارې هم شته چې کارکوونکي، په تیره بیا هغه کسان چې اوس یې عمرونه تر ۴۰ کم دي ځانونه د نوي عصر سره عیار کړي.

«هغه وظایف چې ماشینونه یې په آسانۍ سره سرته رسولی شي کیدای شي چې ماشینونو ته ورکړل شي. تاسو باید چې د نورو مهارتونو فکر وکړی چې تاسو ورته ضرورت لری. او زه د درو مهارتونو نومونه درته اخلم.»

ښاغلي دیهیسو وايي چې لومړی یې محتویات دي. هغه وویل: «او دغه دا دي چې تاسو څه فکر کوی؟ تاسو له ځانه سره څه راوړی، چې ماشین یې په اړه نه پوهیږي؟

بل اصل، د کارکولو شیوه ده. دیهیسو وویل: «تاسو څنګه د نورو خلګو سره کار کوی، څنګه د یو ټیم مشري کوی؟»

د نیټورکینګ ضرورت

وروستی اصل ستاسو تماسونه یا نیټورک دی. ښاغلي دیهیسو په دې اړه وویل: «څوک پوهیږي چې تاسو په څه پوهیږی، او تاسو څه کولای شی؟ نو تاسو پر پروسې باندې لږ تمرکز وکړی، دا ځکه چې دغه هغه څه دي چې ماشینونه به یې وکړي. توجه ډیره په محتویاتو باندې وکړی او د یو ټیم سره د خپل کارکولو د قابلیتونو په اړه یې وکړی. دغه به تاسو د نورو نه بیل کړي او تاسو به د دې نه وساتي چې یو ماشین مو ځای ونیسي.»

ديهیسو وايي چې په هغه تجارتي موسسات چې کیدای شي د کارکوونکي ځای یې ماشینونه ونیسي، د تیارو خوړو صنعت او درندو کارونو صنعت، مثلا په فابریکو کې کارونه، راځي. خو هغه وايي چې بیا هم په دغو صنعتونو کې خلګو ته د کارکولو لپاره ضرورت شته.

د دې توان درلودل چې د مختلفو خلګو سره افهام او تفهیم وکړی. داسې خلګ چې د مختلفو کلتورونو وي، بیلابیلې سابقې ولري، او د مختلفو هیوادونو وي یو داسې مهارت دی چې په اوس وخت کې ورته ضرورت شته. دغه یو ډیر مهم مهارت په دې هم دی چې روباټان یې نه شي ترسره کولای.

«هغه رسټورانټونه چې د ماشینونو په ذریعه مخکې له مخکې تیار شوي خواړه برابر کړي، بیا به هم منجرانو ته او داسې کسانو ته چې مشري وکړي ضرورت ولري او یا داسې خلګو ته ضرورت شته چې د مشتریانو سره خبرې وکړي. او دغه بیا هغه مهارتونه دي چې خلګ یې زده کړې ته ضرورت لري.»

XS
SM
MD
LG