امریکا په روسیې تور لګولی دی چې د تورې بحیرې په سیمې کې یې یوه جنګې الوتکه د امریکا د اکتشافي الوتکې سره ډیره نږدې تیره شوې ده.
د امریکا پوځي چارواکو ویلي دي چې د روسیې دغه کار «غیر مصؤن او غیر مسلکي و.»
مسکو ویلي دي چې د هوايي چلند نړیوال قوانین یې مراعت کړي دي.
امریکا ویلي دي چې د سمندرګي په نړیوالو اوبو کې یې اکتشافي الوتکې د چهارشنبې په ورځ د معمول په شان فعالیت کاوه چې د روسیې پوځې الوتکه یې په درې مترۍ کې تیره شوه.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې «د امریکا د سمندري قواوو الوتکي او کښتۍ په سیمې کې خپل معمولي فعالیتونه ترسره کوي او د روسیې د واحدونو سره په تماس کې وي او دغه تماسونه مصؤنه او مسلکي وي.
«خو، موږ تشویش لرو کله چې دغسې حرکتونه غیرمصؤن وي. دغسې اعمال د دې سبب کیدای شي چې غیرضروري تشنج رامنځ ته کړي او احتمال یې شته چې سؤتفاهم او یا هم کومه حادثه رامنځ ته شي.»
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې الوتکي یې هغه وخت واستولي چې د امریکا الوتکه د روسیې سرحد ته نږدې شوه.
روسیه په سوریه کې د حکومت د مخالفنیو په مقابل کې د بشرالاسد د حکومت ملاتړ کوي. امریکا په سوریه کې د داعش په خلاف بریدونه کوي.
امریکا د روسیې په خلاف بندیزونه لګولي دي. دغه بندیزونه په روسیې په دې لګول شوي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د اوکراین کریمیا ونیوله او د خپلې خاورې برخه یې وګرځوله.
دا لومړی ځل نه دی چې د تورې بحیرې په سیمه کې د امریکا او روسیې الوتکې د یو بل سره مخامخ کیږي.
د اپریل په میاشت کې د امریکا یوه بیړۍ په تورې بحیرې کې ګزمه کوله چې د روسیې دوې جنګي الوتکې یې له پاسه په سرعت تیرې شوي.
امریکا او روسیې په کال ۱۹۷۲ کې موافقه کړې وه چې په نړیوالو اوبو کې د مخامخ کیدو د خطر د مخنوي لپاره به بیلابیل تدابیر نیسي.