د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا په شمالي کوریا د بندیزونو په لګولو غور کوي


د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا د آټومي ازموینې په اړه بیړنۍ غونډه وکړه.
د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا د آټومي ازموینې په اړه بیړنۍ غونډه وکړه.

د ملګروملتونو د امنیت شورا وايي چې په شمالي کوریا د نوو بندیزونو په لګولو غور کوي. دغه شورا وروسته له دې نه دا کار کوي چې شمالي کوریا نوې اټومي ازموینه وکړه.

د امنیت شورا پرون، د اضطراري غونډې وروسته، وویل چې د شمالي کوریا اټومي ازموینه د نړۍ سولې او امنیت ته خطر پیښوي.

شورا زیاته کړې ده چې د شمالي کوریا اټومي ازموینه د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو څخه «واضح سرغړونه» ده.

امریکا او د نړۍ نور طاقتونو د شمالي کوریا د ادعا په اړه چې ګوندي د هایدروجني بم ازمیښت یې کړی دی شک څرګند کړی دی.

سپینې ماڼۍ په شمالي کوریا باندې سخت انتقاد کړی دی او ویلي يې دي چې د امریکا مقدماتي څیړنې دا نه تاییدوي چې د شمالي کوریا دې هایدروجني بم ازمویلي وي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند نیډ پراېس په یوه بیان کې ویلي دي چې امریکا دا خبره تل کړې ده چې شمالي کوریا به په اټومي وسلو د سمبال هیواد په توګه و نه مني.

د ملګروملتونو عمومي منشي د شمالي کوریا اقدام غندلی دی او ویلي یې دي چې دغه به د سیمې امنیت ته خطر متوجه کړي.

بان کې مون زیاته کړې ده چې د شمالي کوریا اټومي ازموینه به په نړیواله کچه به د اټومي وسلو د ټکنالوجۍ د خپریدو د مخنوي هڅې کمزوره کړي.

د چهارشنبې په ورځ، د شمالي کوریا دولتي تلویزیون اعلان وکړ چې «اوس نو موږ په اټومي ټکنالوجۍ سمبال یو هیواد شو چې هایدروجني بم هم لري.»

په بیان کې دا هم ویل شوي دي چې دغه ازمویښتونه د ځان د دفاع پخاطر دي. په بیان کې په امریکا باندې هم انتقادونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG