د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې په زرګونو ښوونځي او مؤسسې تړل شوي


په ترکیې کې د جولای په ۱۵ نیټه ناکامه کودتاه وشوه او دکودتاه نه وروسته په زرګونو کسان ونیول شول.
په ترکیې کې د جولای په ۱۵ نیټه ناکامه کودتاه وشوه او دکودتاه نه وروسته په زرګونو کسان ونیول شول.

په ترکیې کې جمهوررئیس اردوان د یو فرمان په ترڅ کې په زرګونو خصوصي ښوونځي، خیره موسسې او نورې ادارې تړلې دي.

په ترکیې کې د بیړني حالت د اعلانیدو وروسته، جمهوررئیس رجب طیب اردوان په خپل لومړي فرمان کې د ۱۰۰۰ په شاووخوا کې خصوصي ښوونځي او ۱۰۰۰ نورې ادارې، د خیره موسسو په شمول، تړلې دي.

د ترکیې چارواکو ویلي دي چې دغه کار یې د دې لپاره کړی دی چې دغه ادارې په امریکا کې میشت د فتح الله ګولن سره ارتباط درلود. ترکیې په فتح الله ګولن او د هغه په طرفدارانو باندې تور لګولی دی چې د حکومت د نسکورولو لپاره یې کودتاه کړې وه.

بل پلو ته، اردوان د یوه فرمان په صادرولو سره په توقیف کې د مشکوکو کسانو د ساتلو موده هم غځولې ده.

د توقیف موده پخوا څلور ورځې وه خو د نوي فرمان په صادریدو سره اوس چارواکي کولای شي چې یو مظنون تر ۳۰ ورځو پورې وساتي.

د ترکیې یو دولتي خبرې آژانس ویلي دي چې د ترکیې چارواکو د ګولن یو وراره هم نیولی دی.

چارواکو ویلي دي چې د ګولن وراره محمد سید ګولن د ارزروم په ښار کې نیول شوی دی او هغه به انقرې ته انتقال شي. دا لومړی ځل دی چې د ناکامه کودتاه په تړاو د ګولن یو خپل نیول کیږي.

د اردوان منقدین دا ویره لري چې هغه به د ناکامه کودتاه نه د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره کار واخلي.

د مثال په توګه، په هغو ادارو کې چې تصیفه کیږي یوه یې هم د ترکیې د قاضیانو او څارنوالانو اتحاده هم شامله ده. دغه هغه اتحادیه ده چې د اردوان د عدالت او انصاف د ګوند لخوا د عدلي قانون په مسودې باندې یې انتقادونه کړي وو.

د ترکیې صدراعظم ويلي دي چې ترکیه پلان نه لري چې د درېیو میاشتو وروسته دې د بیړني حالت موده وغځوي. خو هغه زیاته کړه چې که ضرورت یې وي نو د ترکیه حکومت به دغه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG