د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران د نویو بندیزونو لګول وځنډول


ایران خبرداری ورکړی دی چې که نوي بندیزونه ورباندې ولګول شي نو د بالیستیک توغندیو پروګرام به پراخه کړي.

د امریکايي مطبوعاتو له قوله، سپینې ماڼۍ په ایران باندي د بالیستیک توغندیو د آزموینې پخاطر د بندیزونه لګول ځنډولي دي.

امریکايي چارواکو دا پلان درلود چې د ایران د بالیستیک توغندیو په تړاو، د دې اونۍ په پیل کې په ایران، هانکانګ، عربي اماراتو کې په ۱۲ کسانو او شرکتونو باندې بندیزونه ولګوي.

خو د وال سټریټ ژورنال ورځپانې پرون ناوخته رپوټ خپور کړ چې د بندیزونو لګول ځنډول شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې اوس هم د بندیزونو د لګولو «اختیار» لري. د وال سټریټ ژورنال ورځپانې بیا په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دا واضح نه ده چې کله به دغه بندیزونه ولګول شي؟ او، آیا بندیزونه به ولګول شي او که نه؟

چارواکو ټینګار کړی دی چې که د بالیستیک توغندیو د ازموینې پخاطر په ایران بندیزونه هم لګول کیږي نو دا به د ایران د اټومي موافقې خلاف کار نه وي.

خو تهران موافق نه دی او وايي چې نوي بندیزونه به اټومي موافقه باطله کړي.

د ایران جمهوررئیس حسن روحاني پرون د ایران د دفاع وزیر ته امر وکړ چې د امریکا له خوا د بندیزونو د لګولو د ګواښ په ځواب کې دې د بالیستیک توغندیو پروګرام نور هم پراخ کړي.

بل پلو ته، پرون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ویاند رمضان شریف د امریکا هغه تورونه رد کړي دي چې ویلي یې و چې د شنبې په ورځ یې د هرمز په تنګي کې د ایران یوې امریکايي بیړۍ ته نژدې د توغندیو ازموینه کړې ده.

XS
SM
MD
LG