د لاس رسي وړ اتصالات

په هوانا کې د امریکا سفارت پرانستل کیږي


په هوانا کې د امریکا د سفارت ودانۍ
په هوانا کې د امریکا د سفارت ودانۍ

د جمعې په ورځ به په کیوبا کې د متحده ایالاتو د سفارت دپاسه د امریکا بیرغ اوچت شي. په دغه کار سره به د ۵۴ کلنو وروسته په کیوبا کې د امریکا سفارت رسمي په کار پيل وکړي.

د ډیر شمیر کیوبایانو لپاره دغه د متحده ایالاتو او کیوبا ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو نښه ده.

په هوانا کې به د امریکا د بیرغ د اوچتولو په مراسمو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري برخه واخلي.

جان کېري به د امریکا لومړی جګپوړی دیپلومات دی چې د ۱۹۴۵ کال نه راپدیخوا هوانا ته سفر کوي.

د هوانا اوسیدونکی، انګیل فرناندیز وايي چې «موږ د کیوبا او متحده ایالاتو ترمنځ په اړیکو کې حیرانونکي تغیرات وینو. زه په دې قانع شوی یم چې [ستونزې] به حل شي.»

خو په دواړو اړخونو کې بدګمانۍ هم شته. ډیر شمیر کیوبايي الاصله امریکایان دا خبره کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کیدل د کیوبا د استبدادي رژیم لپاره یوه بریا ګنل کیدای شي.

د کانګرس کیوبايي الاصله امریکايان د اوباما په ادارې انتقاد کوي چې ولې یې د کیوبا د حکومت مخالفینو ته د بیرغ د اوچتولو په مراسمو کې بلنه نه ده ورکړې.

په کانګرس کې د فلوریډا جمهوري غوښتونکی استازی ماریو دیاز بالارت وايي چې «صریحا، څه چې هغه [جان کېري] یې اوچتوي هغه د تسلیمیدو سپین بیرغ دی، دا ځکه چې دا هغه څه دي چې ولسمشر اوباما او اداره یې یو ځل بیا تکراروي.»

د لوړ رتبه چارواکو ترمنځ د خبرو په جریان کې متحده ایالاتو د کیوبا په حکومت فشار اچولی دی چې په کیوبا کې دې د بشري حقونو وضعیت ښه کړي.

هوانا یو شمیر سیاسي بندیان خوشي کړي دي، خو فعالین وايي چې دغه کار کافي نه دی.

د بشري حقونو یو فعال، اېلیزاردو سانچیز وايي چې «د کیوبا حکومت د دې نه انکار کړی دی چې د مدني حقوقو، سیاست، اقتصاد، ټولنیزو او کلتوري برخو کې ضروري اصلاحات راولي.»

د کیوبا تجارتي موسسې هیله کوي چې کیوبا ته به امریکايي سیلانیان ورشي او د دغه کار ګټه به دوی ته ورسیږي.

اوس هم د امریکا نه کیوبا ته د چارټر الوتکو پروازونه شته. خو په پلان کې ده چې د بیړیو تګ راتګ هم پیل شي. د بیړیو تګ راتګ د ۱۹۶۰ کال راهیسې چې فیډل کاسټرو قدرت ته ورسید بند شوي و.

XS
SM
MD
LG