د لاس رسي وړ اتصالات

ګروسمن: افغانان دې پخپله د خپل راتلونکي فیصله وکړي


ګروسمن وايي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې داسې «څه دي چې د ډیرو خلګو یې هیله کوله.»
ګروسمن وايي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې داسې «څه دي چې د ډیرو خلګو یې هیله کوله.»

مارک ګروسمن وايي چې دا چې د اسلام آباد غونډه د دې لپاره مهمه ده چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پخپله افغانان خبرې کوي او غونډه په پاکستان کې ده چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم نقش لوبولی شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګری استازی مارک ګروسمن دغه خبره د اشنا تلویزون د همکار تواب ملکزاد سره په مرکې کې کړې ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګري استازي مارک ګروسمن وویل چې که چیري د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د غونډې په اړه د رسنیو خبرونه درست وي، نو دا داسې «څه دي چې د ډیروخت راهیسې یې ډیرو خلګو هیله کوله.»

ښاغلي ګروسمن وویل چې دا رپوټونه چې په اسلام آباد کې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو ترمنځ مخامخ خبرې کیږي، «نو دا د توجه وړ ده چې افغانان پخپلو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کوي.»

ګروسمن زیاته کړه چې د سولې په راوستلو کې نور هیوادونه مرسته کولای شي، خو پریکړې باید پخپله افغانان وکړي. هغه وویل:

«هیوادونه، لکه امریکا، چین، ناروي او یا هم قطر [د پروسې سره] کولی شي مرسته وکړي او دا به ښه خبره وي او دا یو ښه دیپلوماتیک اقدام دی. خو تصمیم باید افغانان ونیسي، دا ځکه چې دا د دوی راتلونکی دی، دوی باید هغه کسان وي چې تصامیم ونیسي. زه فکر کوم چې چین، امریکا او نور هیوادونه مرسته کولای شي چې دا افغانانو ته وښيي چې [په افغانستان کې] د سولې د راوستلو لپاره نړیوال لیوال دي.»

مارک ګراسمن وویل چې دا ډیره مهمه ده چې خبرې په اسلام آباد کې کیږي. هغه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم نقش لوبولی شي او یو پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

«زه فکر کوم چې دا حقیقت چې خبرې په پاکستان کې کیږي، دا زښت ډیر اهمیت لري او زه دا هیله لرم چې افغانان او پاکستانیان دغه خبرې ښه نښه وګني. تاسو پوهیږي چې پاکستان ډیر مهم نقش لوبولی شي، دا ځکه چې د افغانستان راتلونکی د هغه څه سره چې په پاکستان کې کیږي تړلی دی. په یوه پرامنه او سوکاله سیمې کې، یو پرامنه، باثباته، سوکاله افغانستان د پاکستان په ګټه دی.»

د امریکا دغه پخواني دیپلومات د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه. هغه وویل چې د افغانستان د ګټو دفاع کوي او دغه یو دلیل دی چې طالبان په دې پوه شويدي چې له نظامي لارې جګړه نه شي ګټلی او مذاکراتو ته تیار شوي دي.

«د دې لپاره چې افغان امنیتي ځواکونو دا ښودلې ده چې دوی کولای شي چې د افغانستان د ګټو لپاره جګړه وکړي او دفاع یې وکړي. نو یو علت چې طالبانو خبرو ته ادامه ورکړې ده دا دی چې دوی پوهیږي چې د نظامي لارې جګړه نه شي وړلی او د دغه کریډیت باید افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شي او که چیري ماته اجازه وي نو دا [کرډیټ د افغان ځواکونو] نړیوالو ملاتړکوونکو ته هم ورکولای شو.»

د امریکا دغه پخواني دیپلومات زیاته کړه چې که له یوې خوا په اسلام آباد کې خبرې روانې دي له بلې خوا جګړه هم روانه ده او د غونډې په اړه «زموږ تمه دومره ډیره نه وي.»

هغه وویل چې «هغه څه چې طالبان مذاکراتو ته حاضروي، هغه نظامي فشار دی چې دوی ته وښودل شي چې په نظامي لحاظ جګړه نه شي ګټلی.»

ښاغلي ګروسمن زیاته کړه چې د اسلام آباد د غونډې «تر ټولو ښه او واقعبینانه نتیجه» به دا وي چې مذاکرات ادامه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG