زرګونو پښتنو د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې احتجاج کړی دی. خلک د یو تن قبائیلي ځوان نقیب الله محسود د وژل کېدو له امله غوسه دي او له حکومت څخه غواړي چې د پېښې د عاملینو په نیولو سره عدالت تامین کړي.
د احتجاج لمنه د دوشنبې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ورسېدله.
د پښتنو یو شمېر قومي مشرانو او سیاستوالو معترضینو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې تر هغو به ورسره دریږي څو د پاکستان حکومت یې غوښتنې منلي نه وي.
د عوامي نشنل ګوند مشر، اسفندیار ولي خان له حکومت څخه وغوښتل چې د نقیب الله محسود پر وژلو تورن پولیس ونیسي: "راو انور دې زر تر زره ونیول شي يو عدالتي کمېشن دې جوړ شي او له هغه دې پلټنې وکړي."
د روان کال جنورۍ په دیارلسمه د راو انور په مشرۍ پوليسو د وزيرستان یو ځوان اوسېدونکی نقيب الله محسود له طالبانو سره د اړیکو د لرلو په خاطر وواژه. راو انور دا مهال پټ دی او پوليس يې د نيولو لپاره کوښښ کوي.
د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو معترضینو ته وینا کړې او د هغوي له حرکت څخه یې ملاتړ ښودلی دی.
مولانا فضل الرحمان ویلي چې په جرم تورن کس باید محاکمه شي.
د نقیب الله محسود د وژل کیدو پر ضد په تیرو څو ورځو کې په کراچۍ، کوټه او مردان کې اعتراضیه غونډې شوي دي.
د معترضینو په غوښتنو کې راغلي چې د نقیب الله محسود قاتلینو ته سزا ورکړل شي، د ورکو شویو پښتننو څرک دې معلوم شي او په قبائیلي سیمو کې ښخ کړای شوي ماینونه خنثا شي.