د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د هرې برخې پښتانه دې د ظلم ضد غږ پورته کړي -پښتین


په واشنگټن کې د سپېنې ماڼۍ مخې ته د پښتنو احتجاج
په واشنگټن کې د سپېنې ماڼۍ مخې ته د پښتنو احتجاج

په واشنگټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د تحریک سره د ملاتړ څرگندولو په هدف یوه غونډه وشوه چې پکې په سلگونو پښتنو گډون وکړ.

دغې غونډې ته ځوانان، پیغلې، ماشومان او حتی سپینږیري هم راغلي و.

منظور پښتین په واشنگټن کې دغې غونډې ته په ټیلیفون وینا وکړه. هغه د گډونوالو مننه وکړه او وی ویل چې هغه پښتانه چې په امریکا او نورو هیوادونو کې ژوند کوي، پکار ده د پښتنو لپاره غږ پورته کړي چې په نړیواله کچه واوریدل شي.

منظور پښتین غونډې ته د ټیلیفون د لارې وینا کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

غونډې ته د پښتون ژغورنې تحریک نورو مهمو مشرانو محسن داوړ او علي وزیر هم د ټیلفون د لارې ویناوې وکړې.

منظور پښتین په خپله وینا کې د پاکستان ادارو او په خاصه پوځ ته خبردارې ورکړ چې نوره د پاکستان د ادارو بدمعاشی او پخپله خاوره ترهگرۍ نه مني.

هغه زیاته کړه "راتلونکي نسلونه به په مونږ فخر کوي چې مونږ د ظلم په مقابل کې ودریدو. دا د پښتنو سره زمونږ وعده ده چې د پښتنو کور به ابادو، د نړۍ په هرې خوا کې چې پښتون اوسیږي، د هغوي د اتحاد لپاره به کار کوو."

هغه د پاکستان د پوځ د پښتنو ضد پالیسیو ته په اشاره وویل' "په دنیا کې به نور هم ډیر ظلمونه شوي وي خو د پاکستان پوځ د ځان نه خدای جوړ کړیدی او د خلکو د مرگ او ژوند فیصلې کوي."

غونډې ته محسن داوړ په خپلې وینا کې د واشنگټن د غونډې د گډونوالو نه مننه وکړه او وی ویل چې دغه شان زمونږ ملاتړ ته دوام ورکړئ.

د یادونې وړ ده چې د یکشنبې په ورځ یعني د اپریل په اتمه نیټه د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې تحریک په پیښور کې یوه غونډه وکړه چې د یوې اندازې سره سم پکې د پنځلسو زرو په پورې کسانو پکې گډون وکړ.

د واشنگټن د غونډې نه د یو څو گډونوالو نظرونه

د غونډې گډونوالو د نړیوالې ټولنې او د امریکا د حکومت نه وغوښتل چې په سیمې کې د امن او سولې لپاره باید د پښتون ژغورنې د تحریک غوښتنې ومنل شي.

امریکا غږ د ځینو گډونکونکو ویډیویي پیغامونه اخیستي چې تاسو یې دلته لیدلی شئ

د غونډې یو گډونوالا سپوږمۍ کاکړ وزیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:14 0:00

سپوږمۍ وزیر کاکړ غونډې ته وینا وکړه او د پاکستان د حکومت نه یې وغوښتل چې د پښتون تح‏ریک غوښتنې دې ومنل شي.

د غونډې یو گډونوال وزیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان غواړي چې د امریکا حکومت د هغوي قانوني غوښتنو ته متوجه شي.

د غونډې یو گډونوال احسان نورزی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:39 0:00

د غونډې یو گډونوال احسان نورزي وویل چې د پښتون تحریک نه ملاتړ کوي

عمر احمدزی
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG