د لاس رسي وړ اتصالات

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځ پر ضد لاریون وشو


نن د سه شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په لنډي کوټل سیمه کې میشت ولي خيل او سلطان خيل قومونو د پاکستان د پوځ د بد چلند په غبرګون کې احتجاج وکړ.

لاریون کوونکي د ولي خیلو څخه تر سلیمان خیلو مارکیټ پورې پلي لاړل او د لارې په اوږدو کې یې د پاکستان د پوځ خلاف خپل غږ پورته کړ. دوی د څو ساعتونو لپاره دغه لویه لاره د موټرو پر مخ تړلې وه.

لاریون کوونکوته قومي مشرانوملک زاده، ملک محبوب عالم او نوروپه خپلووینا کې یادونه وکړه چې د نړۍ په هیڅ هیواد کې د ښځو د څادر او د کورنیو عزت تر پښونه لاندې کیږي، خو دا ظلم په پښتونخوا کې د پاکستان پوځ هره ورځ کوي.

دغو مشرانو همداراز د خپلو ټاکل شوو د پارلمان غړو، ځايي حکومت استازواو په دولت کې د پښتون قوم له استازو وغوښتل چې په دې اړه دې خاموشۍ ته نور د پای ټکی کیږدي او د قږم پر وړاندې دې خپل مسئولیت تر سره کړي.

لاریون کوونکو په پاې کې دولت ته اخطار ورکړ چې که چیرته د دوی غوښتنې و نه منل شي او پوځ خپلو دغو کړنو ته دوام ورکړي، نو دوی به بل ځل د بالاحصار د غونډۍ مخې ته لوی لاریون جوړ کړي او غبرګون به یې له دې هم سخت وي.

XS
SM
MD
LG