د لاس رسي وړ اتصالات

پرویز مشرف او احسان الله احسان دې هم محاکمه شي- منظور پښتین


په پېښور کې د یکشنبې په ورځ زرګونه پښتانه راټول شوي دي
په پېښور کې د یکشنبې په ورځ زرګونه پښتانه راټول شوي دي

د یکشنبې په ورځ (اپریل۸) د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې زرګونه پښتانه راټول شول او دپاکستان له حکومت نه ځینې مشخصې غوښتنې وکړې.

د پښتنو د تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته وویل چې د پاکستان پوځ د ردالفساد عملیات وکړل خو دوی به د ردالفساد مظاهره کوي. پاکستاني پوځ څه موده مخکې په قبایلو کې ظاهرآ د ترهګرو د ځپلو لپاره د ردالفساد په نامه عملیات وکړل.

منظور پښتین همدغه راز وویل چې عدالت ته د راو انور د سپارلو وروسته باید د زرګونو پښتنو د قتل په تور د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف او د پاکستاني طالبانو یو مشر احسان الله احسان هم محاکمه شي.

راو انور هغه پاکستان پولیس چارواکی دی چې په کراچۍ کې د شمالي‌ وزیرستان د یو ځوان نقیب محسود په وژلو تورن دی. د پښتنو د تحفظ غورځنګ لومړنۍ غوښتنه هم د همدغه پاکستاني چارواکي‌ محاکمه کول دي.

منظور پښتین وویل چې د پېښور غونډې د مخنيوي لپاره ډېرې هلې ځلې وشوې خو ناکامې شوې. ښاغلي پښتین وویل چې دوی به تر هغې دا غونډې روانې ساتي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي.

د پښتنو د تحفظ غورځنګ د پاکستان دولت تورن کړ چې ټولو رسنیو ته یې ویلي چې د دوی د غونډې په اړه راپورونه خپاره نکړي.

د دغه غورځنګ په رسمي‌ ټویټر کې لیکل شوي دي"مستبد نظام په دې بریالی شو چې په رسنیو کې دا غونډه خپره نشي، خو اوس هڅه کوي‌ چې په ټولنیزو رسنیو کې هم د دغې غونډې د خپرېدو مخه ونیسي."

وايي نظام په دوامداره شکل انټرنټ کې ستونزه پیدا کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې هم خلک له دغې غونډې نا خبر پاتې شي. خو تراوسه د پاکستان دولت د دغې ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي‌ ویلي.

Pashtun Long March Pakistan Peshawar
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:06 0:00

ویډیو: امریکا غږ ډیوه

د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین تر غونډې یوه ورځ مخکې وویل چې دوی د هېچا خلاف راوتلي‌ نه دي بلکې دوی د خپلو خلکو د "حقونو د غوښتلو او مظلوم د غږ د اوچتولو" لپاره راوتلي دي.

Pastun long march Pakistan
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:27 0:00

ویډیو: امریکا غږ ډیوه

نوموړي دا خبره هم وکړه چې دولت ډېره هڅه وکړه چې د پېښور د غونډې مخه ونیول شي. هغه وویل د هغوی ټولې غونډې سوله ییزې وې او دا به هم سوله ییزه وي.

Pashtun long march Pakistan Peshawar
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:18 0:00

ویډیو: امریکا غږ ډیوه

د پښتنو د تحفظ غورځنګ په پلوۍ په کابل، ننګرهار، هلمند او خوست ولایتونو کې هم خیمې درول شوي دي. پر دې سربېره د نړۍ په ځینو نورو برخو کې هم یو شمېر خلکو په خاص ډول پښتنو د دغه غورځنګ په ننګه راوتلي‌دي.

د پاکستان له حکومت نه د پښتنو د تحفظ غورځنګ لویه غوښتنه همدا ده چې په قبایلو کې ګرځبندیز ختم کړي، ښخ کړل شوي ماینونه دې پاک کړي، ورک شوي‌ قبایلي ځوانان دې یا خوشي‌کړي‌ او یا دې محاکمه کړي او پوځ دې په ولسي‌ سیمو کې عملیات نکوي.

Pashtun long March Pakistan Peshawar
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

ویډیو: امریکا غږ ډیوه

دوې څو میاشتې مخکې په اسلام اباد کې پرلت وکړ او له هغه وروسته یې په کوټه او اوس پېښور کې احتجاج کوي.‌ احتجاج کوونکي وايي‌ تر څو چې غوښتنې یې پوره شوې نه وي، دوی خپل احتجاجونه روان ساتي.

د پاکستان حکومت ظاهرآ د دوی غوښتنې منلې دي، خو د پښتنو دتحفظ غورځنګ د مشر منظور پښتین په خبره تراوسه کوم عملي‌ اقدام نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG