د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: غزه کې ۸۰۰۰ ناروغان د درملنې لپاره بهر لیږدولو ته اړتیا لري


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له غزې څخه د یو شمېر ناروغانو بهر ته لیږدول به پر هغو ډاکټرانو او روغتونونو فشار یو څه کم کړي چې په کمو امکاناتو اړین خدمات وړاندې کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له غزې څخه د یو شمېر ناروغانو بهر ته لیږدول به پر هغو ډاکټرانو او روغتونونو فشار یو څه کم کړي چې په کمو امکاناتو اړین خدمات وړاندې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) وویل چې شاوخوا ۸۰۰۰ ناروغان د درملنې دپاره د غزې له تړانګې څخه بهر لېږدولو ته اړتیا لري، او اندېښنه یې ښودلې چې کم شمېر ناروغانو ته تراوسه ددې کار دپاره اجازه ورکړل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له غزې څخه د یو شمېر ناروغانو بهر ته لیږدول به پر هغو ډاکټرانو او روغتونونو فشار یو څه کم کړي چې په کمو امکاناتو اړین خدمات وړاندې کوي.

د فلسطین دپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریک پیپرکورن له بیت المقدس څخه د ویډیو کنفرانس له لارې په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ اټکل کوو چې د غزې ۸۰۰۰ اوسیدونکي باید د درملنې دپاره بهر واستول شي."

هغه وویل، له دې جملې څخه ۶۰۰۰ یې په جګړه کې ژوبل شوي او یا یې ذهني صدمه لیدلې او ۲۰۰۰ نور عادي ناروغان دي.

پیپرکورن زیاته کړه چې د جګړې له پیل څخه مخکې، هره ورځ له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې ناروغان له غزې څخه ختیځ بیت المقدس او لویدیځې غاړې ته لیږدول کیدل، چې شاوخوا نیمایي یې د سرطان ناروغان وو.

د غزې جګړه د حماس له خوا په اسرائیل کې د اکتوبر په اوومه له برید وروسته پیل شوه. په دغه برید کې د اسرائیلي مقاماتو په وینا، شاوخوا ۱۱۶۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول چې ۱۳۰ یې لا تر اوسه په غزه کې پاتې دي.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په انتقامي بمباریو او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۰۶۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

چارواکي وايي، په اکتوبر کې د جګړې د پیل څخه د فبروري تر ۲۰مې پورې، یوازې ۲۲۹۳ ناروغان د غزې څخه بهر د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.

پیپرکورن وویل چې په دې پروسه کې نه یوازې د روغتیا نړیوال سازمان بلکې په غزه، اسرائیل او مصر کې چارواکي او د روغتونونو رئیسان شامل دي.

هغه وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر راهیسې د درملنې دپاره د ناروغانو او ټپیانو بهر ته د لیږدولو د منظم سیسټم په جوړولو ټینګار کړی چې تراوسه ندی عملی شوی.

پیپرکورن وویل چې مصر، او د منځني ختیځ او اروپا ځینو هېوادونو د مرستې غږ کړی او ژمنه یې کړې چې په خپلو روغتونونو کې به د فلسطیني ناروغانو درملنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG