د لاس رسي وړ اتصالات

رونالډ نیومن د احمدزي د کار پیل ستایي خو د واړو ډلو په گډ کار ټینگار کوي


د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو پخوانی سفیر رونالډ نیومن
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو پخوانی سفیر رونالډ نیومن

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي ولسمشر اشرف غني احمدزي خپل کار ښه پیل کړی دی، خو په خبره یې د دغه ښه پيل د روان ساتلو لپاره د دواړو ډلو ترمنځ ګډ کار کول ډېر مهم دي.

جعفر هاند په واشنګټن کې د امریکا غږ په دفتر کې له هغه سره یوه لنډه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې ایا د ملي یوالي حکومت د انتخاباتي ستونزو د حل یوازینۍ لار وه؟

هو، زه فکر کوم چې د ملي یوالي حکومت د افغانستان د انتخاباتي ستونزو د حل یوازینۍ لار وه.

ډېر افغانان په دې طمع وه چې ټاکنې به په ښه ډول وشي، خو زما په فکر هلته ځیني قومي ستونزې را دبره شوې بلاخره، زما په باور دا د حل یوه ضروري لار وه، زه دوه اونۍ وړاندې په کابل کې وم ډېرو افغانانو همداسې فکر کاوه.

ستاسو په نظر دواړه ډلې به په ګډه کار وکړﺉ شي؟

انشاالله، تاسو په خپله ګورﺉ دوی باید په ګډه سره کار وکړي. د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني په پروګرامونو کې ډېر توپیر نه شته. د دوی په مخ کې ډېر سیاسي کارونه پراته دي چې باید یې وکړي او دا په دوی پورې اړه لري، شاید ویې کړي او یا شاید و یې نه کړي. دا کار د دوی په لاسونو کې دی.

دواړو کاندیدانو، له خپلو پلوویانو سره بېلا بېلې ژمنې کړې، په خاص ډول اشرف غني احمدزي د اصلاحاتو د راوستلو ژمنې کړې دي، فکر کوﺉ چې ښاغلی احمدزی به خپلې ژمنې پوره کړﺉ شي؟

هغه ښه پیل کړی دی، د کابل بانک قضیه یې بیا پرانیستله خو، دا په دې پورې تړلې چې دوی څوک د خپلو وزیرانو په توکه معرفي کوي، دغه کار به موږ ته ډېر څه روښانه کړي.

موږ پوهیږو چې هغه څه غواړي او هغوی دواړو د اصلاحاتو د راوستلو ژمنې کړې دي . وبه ګوري چې دوی څوک د وزیرانو په توګه ګماري، ایا دوی به داسې ګسان وزیران کوي چې اصلاحات راولي او که داسې کسان چې خپل خپلوانو ته کار وکړي.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل پیل شوي، فکر کوﺉ چې په دې سره به له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شي؟

د راتلونکي کال لپاره د مرستو په اړه وار د مخه پرېکړه شوې ده، د یو او دوو کلونو لپاره به مرستې وشي او کومه ستونزه به نه وي خو، له دغو کلونو وراخوا د مرستو په به نوې پرېکړې وشي او موږ باید په دې اړه کار وکړو.

څه فکر کوﺉ چې د اوس لپاره افغانستان له کومو ستونزو سره مخامخ دی؟

لومړنۍ ستونزه د مشرتابه ده. که ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو عمل وکړي او د افغانستان اوږدمهاله اړتیاوو او ضرورتونو ته په ګتو لاس په کار شي، دغه هېواد به ښه راتلونکی ولري.

خو که افغان مشرتابه او چارواکي یوازې د جیبونو د ډکولو او څوکیو د ترلاسه کولو په فکر کې وي،په داسې حالت کې به دغه افغان مشرتابه ډېر و نه پايي.

بله خبره د امنیتي ځواکونو ده چې سیاستوال یې پیاوړي کول غوړي او که خرابول. په عراق کې سیاستوالو ښه پوځي چارواکي له دندو وشړل او پر ځایو یې بد او خپل کسان وګمارل.

درېیمه خبره دا ده چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې باید په کافي اندازه روانې وي.

XS
SM
MD
LG