د لاس رسي وړ اتصالات

حمدالله محب: سوله راتلونکې ده


د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب په خپل ټویټر لیکلي چې د کامیابو خبرو نه وروسته کابل ته روان شوی دی او دا چې "سوله راتلونکې ده"

ښاغلي حمدالله محب په دوبۍ کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په خبرو کې د ګډون نه وروسته یو ټویټ کړی دی.

ښاغلي محب لیکلي: "د دوه اړخیزو کامیابو خبرو نه وروسته کابل ته روان شوی دی،د مذاکرانو لپاره د افغانستان ډله چې سلام رحیمي یې مشري کوي، په افغانستان کې د خبرو لپاره ښکېل ووسي چې هلته د افغانانو ترمنځ مستقیم خبرې پیل شي."

ښاغلي محب په خپل ټویټ کې دا هم لیکلي دي چې د زلمي خلیلزاد سره یې ملاقات شوی دی او ټیم به د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو سره ملاقات وکړي.

هغه د خپلې خبرې اخیر کې لیکلي چې "سوله راتلونکې ده."

د یادونې وړ ده پرون دوشنبه د «لېندۍ پر۲۶مه» په متحده عربي اماراتو کې د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو دوهمه ناسته وشوه.

د سولې اړوند په دغه پنځه اړخیزه ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو او طالب استازو سر بېره د سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان نمایندګانو هم ګډون کړی و. دا هغه درې هېوادونه دي چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پېژندلی و.

وسله والو طالبانو هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه خبرو کې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر استازي ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG