د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مشورتې لویه جرګه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه

ټاکل شوې ده نن جمعه د اګست ۷مه(زمري۱۷) د سولې مشورتي لویه جرګه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وینا سره پرانیستل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو هر کلی کړی دی.

ښاغلي پمپیو نن جمعه اګست۷مه(زمري۱۷مه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دغه جرګې غړي به د سولې په اړه ملاتړ لا یو ځای کړي.

پمپيو ویلي چې تر څلوېښت کلنې جګړې، وینې ټویېولو او خرابیو وروسته، طرفین چمتو شوي چې خبرو اترو ته د رسیدو لپاره سیاسي پروسې ته لاره هواره کړي

د سولې مشورتي لویه جرګه د وسله والو طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک ټاکل کېدو او سولې په اړه تر سره کیږي چې د ولس څه باندې۳۰۰۰ منتخب استازي به پکې ګډون ولري.

په پام کې ده چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه به په کابل ک درې ورځې دوام ولري.

افغان ولسمشر د لوی اختر په مناسبت پیغام کې اعلان وکړ چې د وسله والو طالبانو په حق العبدي مسائلو تورنو ۴۰۰ بندیانو د ازادولو صلاحیت نه لري او په اړه به یې د افغانستان د خلکو له استازو نه مشوره واخلي.

د سولې مشورتې لویې جرګې په هدف په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو امنیتي ټېم به هم د لویې جرګې پرمهال د افغان امنیتي ځواکونو ګډه امنیتي همکاري او همغږي لري.

که څه هم د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل غیر قانوني بللي، خو د یادې جرګې غړو تیره ورځ په دغه جرګې کې د ګډون کولو پرېکړه کړې.

وسله والو طالبانو د یادې جرګې له تر سره کېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.

طالبانو د حکومت له لورې د مشورتي لوی جرګې راغوښتل د سولې د هڅو پر وړاندې د موانعو رامنځ ته کول ګڼلي او ویلي یې دي چې دا ډول جرګه "قانوني حیثیت" نلري.

XS
SM
MD
LG