د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د سولې خبرو کې د حزب اسلامي ګډون کول وستایل


افغان حکومت د حزب اسلامي له دغه دریځ ملاتړ څرګند کړی او د طالبانو په ګډون له نورو وسله‌والو ډلو څخه یې غوښتي، چې د سولې په مخامخ خبرو کې د ګډون لپاره د هغوی بلنه ومني.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د سولې په مخامخ خبرو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له ګډون څخه ملاتړ کوي اوله نورو وسله‌والو ډلو څخه هم غواړي، چې په دې خبرو کې د ګډون لپاره د هغوی بلنه ومني.

د شنبې په ورځ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د یو بیان په خپرولو اعلان وکړ، چې له افغان حکومت سره د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون کوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل امریکا غږ اشنا ته وویل، د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د حزب اسلامي چمتوالی به د افغان حکومت نورو مخالفو وسله‌والو ډلو ته هم لاره هواره کړي چې د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.

ښاغلي فیصل وویل "دا ډیره مهمه ده ځکه، چې حزب اسلامي هم د نورو وسله‌والو ډلو په څنګ کې کلونه کلونه د حکومت پر ضد فعالیت درلودلی یا یې جنګ کړی، د دغه ډول چمتوالي اعلان یو ښه خبر دی او دا باید له نورو ډلو سره هم مرسته وکړي او هغوی ته هم یو ډول نظر ورکړي، چې هغوی هم له دغې لارې کوښښ وکړي چې جګړې ته د پای ټکی کیږدي ."

ښاغلي فیصل زیاته کړه، دا مهال د همغږۍ څلور اړخیزه ډله کار کوي چې د وسله‌والو طالبانو ټولې مخالفې ډلې له افغان حکومت سره د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون ته وهڅوي. هغه هیله وښوده چې ژر به د سولې مخامخ خبرې د ټولو مخالفو وسله‌والو ډلو په ګډون پیل شي.

ښه ګام

په ټولنیزو چارو کې د افغان ولسمشر سلاکاره ملالۍ شینوارې، د حزب اسلامي وروستی دریځ د سولې د خبرو د پیل لپاره یو ښه ګام ګڼي او وايي، د سولې مخامخ خبرې به هغه مهال مثبتې پایلې ولري چې د افغان حکومت ټولې وسله‌ والې مخالفې ډلې د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې ګډون وکړي.

اغلې شینوارې وویل "ښه به دا وي چې موږ په سوله کې دا ټول طرفونه سره راونغاړو، ټولو ته وخت ورکړو، خبرې ورسره وکړو، کله چې موږ خبرې وکړې او ډیالوګ ته دروازه پرانیستل شوه، انشا الله چې د دې ډیالوګ نتایج به ښه وي، دا چې حزب اسلامي ویلي په خبرو کې ګډون کاندي زه یې یو ښه فال او پیلامه ګڼمه او هیله ده چې موږ د سولې د همدغو خبرو له طریقه سولې ته ورسیږو."

د افغان ولسمشر سلاکارې هیله څرګنده کړه، چې د حزب اسلامي په څیر د طالبانو وسله‌والې ډلې به هم د سولې په مخامخ خبرو کې د ګډون چمتوالی وښيي.

ټاکل شوې وه، چې د افغان حکومت او وسله‌والو مخالفینو تر منځ د سولې مخامخ خبرې، د مارچ په لومړۍ اونۍ کې پیل شي، خو طالبانو په کې له ګډون نه ډډه وکړه.

طالبانو یو ځل بیا خپل پخواني شرطونه تکرار کړل، چې په کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل، د طالب بندیانو خوشې کول او د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لست څخه د طالب چارواکو د نومونو ایستل شامل دي.

XS
SM
MD
LG