د لاس رسي وړ اتصالات

عطا نور: له طالبانو سره د سولې خبرې بې مانا دي


د بلخ والي وايي ۱۵ کاله کیږي، چې پاکستان د سولې په نامه افغان حکومت دوکه کوي.
د بلخ والي وايي ۱۵ کاله کیږي، چې پاکستان د سولې په نامه افغان حکومت دوکه کوي.

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ سرپرست والي، عطا محمد نور د سولې پر روانو مذاکراتو کلکې نیوکې کړي او له طالبانو سره یې خبرې بې مانا او بې ګټې بللي دي.

ښاغلی نور وايي افغان حکومت له داسې خلکو سره د سولې خبرې کوي، چې تل یې د حکومت غوښتنه په ځانمرګو بریدونو او چاودنو ځواب کړې ده.

نوموړي په مزار کې د افغان ځواکونو د فعالیتونو په یوې ستاینغونډې کې وویل " هغوی ته یې وروڼه وویل، هغوی یې سیاسي مخالفان وبلل، هغوی ته یې افغان ووایه، هر ناز چې و، ور یې کړ، د سولې د شورا له لارې يې ښې ډېرې پېسې ورواستولې، خو هغوی سوله نه پېژني، سوله نغواړي او له سولې خبر هم نه دي."

د بلخ سرپرست والي همدغه راز پر حکومت کلکه نیوکه وکړه، چې له تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د سولې په نامه د پاکستان د دوکې او فریب ښکار دی او لا هم پرې باور کوي.

ښاغلی نور داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څه موده مخکې د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي سلاکار، احمدضیا مسعود، هم له طالبانو سره دسولې پر مذاکراتو کلکه نیوکه وکړه او هغه یې بې ګټې وبلل.

اخوا د حزب اسلامي، استازي له څه مود راهیسې په کابل کې دي او د سولې د عالي شورا سره یې د سولې خبرې پیل کړي، چې هیله بخښونکي بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG