په قطر کې د پنجشنبې په ورځ (اګست۲۲) د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مذاکرات بیا پیل شول.
دا د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو نهم پړاو دی.
د طالبانو یو ویاند ویلي دي چې په دغو خبرو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال سکات میلر هم ګډون لري.
دواړه غاړې هیله لري چې په دغو خبرو کې یو توافق ته ورسیږي. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې امریکا له طالبانو سره موافقې ته چمتو ده.
په تېرو مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش، د امریکا پر ضد د افغانستان د خاورې نه استعمال، د بین-الافغاني مذاکراتو پيلول او هر اړخیز اوربند باندې خبرې شوي دي.
لا معلومه نه ده چې دا مذاکرات به څومره دوام وکړي.