د افغانستان د ښځو چارو سرپرسته وزیره حسینه صافۍ وايي چې افغانې ښځې به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې په قوي دریځ ګډون وکړي.
مېرمن صافۍ د سولې په خبرو کې له ښکیلو غاړو وغوښتل ترڅو د ښځو موقف په پام کې ونیسي.
نوموړې همدغه راز وویل چې د افغان ښځو د ژوند د ښه والي لپاره یې وزارت کې ځانګړي پلانونه په نظر کې نیولي دي.
مېرمن صافۍ د کلیوالو ښځو د ستونزو د حل او د ژوند اولیه حقونو او اړتیاو ته په اسانۍ د لاسرسي په خاطر په ولسوالیو کې د ښځو چارو وزارت لخوا د اداري واحدونو جوړول اړین وبلل.
امریکا غږ سره د افغانستان د ښځو چارو د وزیرې حسینې صافۍ بشپړه مرکه دلته اوریدلاې شئ: