د لاس رسي وړ اتصالات

ستونزې حل شوې ـ د سولې مذاکرات به ژر پیل شي – راپور 


د فرانس پرس خبري‌اژانس نن د جمعې په ورځ‌ نومبر ۲۰‌(لړم ۳۰) راپور ورکړی چې د اختلاف هغه اساسي نقطې حل شوي دي چې د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمنځ یې خبرې له خڼډ سره مخ کړې وې.

د فرانس پرس اژانش وایي چې ددغو خنډونو حل کیدو په نتیجه کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره لاره هواره شوې ده.

بین الافغاني مذاکرات د سپتمبر په ۱۲ نیټه (سنبله ۲۲) په رسمي توګه د دوحې په پلازمینه قطر کې پیل شول خو ډير ژر د مذاکراتو د اصولو سربیره د د مذهبي‌او سیاسي تفسیر په برخه کې د نظر د اختلاف له کبله وځنډیدل.

ددې سربیره د ګڼو ورځو راهیسې شویو بحثونو څخه داسې ښکاري چې مذاکره کوونکو دغه ستونزې حل کړي او د سولې خبرو اترو لپاره لاره پرانستل شوې ده.

په پاکستان کې د طالبانو یو ارشد مشر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د فرانس پرس اژانس ته ویأی چې په دې برخه کې "کافي پرمختګ“رامنځته شوی دی.

د طالبانو دغه مقام ویلي چې مونږ د یوې رسمي اعلامیې اعلان ته نږدې شوي‌یو او ښایي خبرې به ډیر ژر پیل شي. داسې یوه اعلامیه چې ښایي په نږدو څو ورځو کې خپره شي.

په پاکستان کې طالبانو پورې اړوند دوه نورو سرچینو هم د دغې هوکړې پخلی کړی دی.

همدارزا د افغان مذاکره کوونکي هیات یو غړي هم په دوحه کې د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې داړو ټیمونو د اختلاف څو مورد حل کړي دي او خبرو اترو لپاره لاره پرانستل شوې ده.

دغه دولتي مقام زیاتوي چې د افغانستان د مذاکره کوونکي هیات ځینې غړي کابل ته ستانه شوي دي او داسې هیله کیږي چې ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله به دغه پرمختګ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG