د لاس رسي وړ اتصالات

ملابرادر د افغانستان د سولې په اړه خوشبین دی


دا لومړی ځل دی چې د پاکستان له بنده تر ازادېدو وروسته خبرې کوي
دا لومړی ځل دی چې د پاکستان له بنده تر ازادېدو وروسته خبرې کوي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د سولې د خبرو په اړه خوشبیني ښودلې ده او وايي چې د سولې د تړون په اړه د افغانانو لپاره د اندېښنې وړ هېڅ دلیل نشته.

د پاکستان د کراچۍ له زندان څخه تر آزادېدو او په قطر کې د طالبانو د مشر مرکچي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا د ښاغلي برارد لومړنۍ څرګندونې دي.

طالبانو د هغه د دغو خبرو اته دقیقه يي ویدیو پر انټرنټ خپره کړې ده. ملا برادر وايي " د سولې مذاکرات ډېر هیله بخښوونکي دي. د مذاکراتو په تازه دور کې ډېر پرمختګونه شوي او په راتلونکې کې یې د سولې لپاره لاره هواره کړې ده."

د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د خبرو پنځم دور ۱۶ ورځې و، دواړو خواوو په دغو خبرو کې د پرمختګونو خبره کړې ده.

امریکايي چارواکي وایي چې له طالبانو سره په څلورو مسایلو خبرې کوي:" د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه ډاډ ترلاسه کول، د ځواکونو وتل، بین الافغاني-مذاکرات او هر اړخیز اوربند".

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي "هر کله چې د ځواکونو د وتلو مهالوېش او د ترهګرۍ د مخنیوي پر اغیزناکو اقداماتو موافقه وشوه، بیا به د افغان حکومت په ګډون طالبان او نور افغانان د سیاسي تفاهم او هر اړخیز اوربند په اړه بین-الافغاني مذاکرات کوي."

سره له دې چې له څو میاشتو راهېسې امریکايي استازي له طالب استازو سره د سولې په خبرو بوخت دي، خو لا هم معلومه نه ده چې دا بهیر به نور څومره وخت نیسی. دا هم لا معلوم نه دي چې طالبان د بیا پخلاینې لپاره کومه مشخصه سیاسي تګلاره لري کنه، خو ملا برادر ټېنګار کوي چې په افغانستان کې به راتلونکی نظام د هېچا لپاره به ګواښ نه وي.

هغه وايي "موږ ټولو ګاونډیانو، د سیمې هېوادونو او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې اینده سیستم به د هېچا پر ضد نه وي موږ د هیچا تر اغیز لاندې نه یو او هیچا ته د زیان رسولو هوډ نلرو."

XS
SM
MD
LG