د لاس رسي وړ اتصالات

پدرام: ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده


Durand line photos
Durand line photos

د افغانستان د ملي کنګرې ګوند رئيس عبدالطیف پدرام وايي، د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده او ملګري ملتونه باید د دغې کرښې پر سر د دواړو هیوادونو لانجه هواره کړي.

ښاغلي پدرام چې د شنبې په ورځ یې د خپل ګوند یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د افغانستان د ملي کنګرې ګوند د ډیورنډ کرښه په رسمیت پيژني او زیاته یې کړه، چې د دغه هیواد ټول قومونه باید، ثبات ته د رسیدلو لپاره، یو موټی شي.

هغه وویل "یو ځل بیا اعلان کوم، چې دا پوله رسمي پوله ده، افغانستان او پاکستان باید یو بل ته درناوی وکړي، خپلو پولو ته درناوی وکړي، د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي."

د ښاغلي پدرام پر وینا، افغانستان د ډیورنډ د کرښې د پورې غاړې سیمو د ترلاسه کولو توان نه لري او د دې لانجې حل به په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګیدو لامل شي.

خو افغان حکومت د ډیورنډ د کرښې په اړه د سیاستوالو دغه څرګندونې د هغوی شخصي نظر ګڼي او وايي، چې دا ډول څرګندونې به د ډیورنډ د کرښې په تړاو د افغان ولس او حکومت په دریځ کې د بدلون لامل نه شي.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند جاوید احمد وفا امریکا غږ ته وویل، پخوا هم افغانستان دغه کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې او اوس هم ورته د منلو نه ده.

هغه وویل "د ډیورنډ د فرضي کرښې په اړه به د لوی افغانستان ستر ملت فیصله کوي، دا موضوع په یو او یا دوو افرادو پورې اړه نه لري او نه هم د دوی په خبره په رسمیت پیژندل کیږي."

د ښاغلي وفا پر وینا، افغانستان اوس په ستونزو کې ایسار دی خو په راتلونکې وخت کې به خپلو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګې هم نن په خپله غونډه کې د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پيژندلو په اړه د یو شمیر افغان سیاستوالو د څرګندونو پر وړاندې تُند غبرګون وښود او هغه کسان یې، چې دغه کرښه په رسمیت پیژني پر معامله‌ګرۍ تورن کړل.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي، د ډیورنډ د کرښې په اړه د یو شمیر وکیلانو د اندیښنو په غبرګون وویل "دا ملکیت ستاسې دی دا ملکیت د ملت دی، هیڅ څوک دا حق نه لري، چې پر دې موضوعاتو خبرې وکړي، حتی د خبرو حق نه لري. دا د ملي شورا یا د ملت حق دی، تر څو چې د افغانستان لویه جرګه دایره شوې نه وي، د افغانستان ټول ملت په کې موجود نه وي، د دغه رقم خبرو به هیڅ فکر نه کوئ او د تشویش وړ هم نه ده."

د ډیورنډ د کرښې په اړه دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي، چې پاکستان پر دغې کرښې باندې د کټارو د لګولو چارې پیل کړې دي.

د ډیورنډ د کرښې موضوع د ۱۸۹۳میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۲مه نیټه د افغانستان د پخواني پاچا امیرعبدالرحمن خان او د هغه وخت د بریتانیوي هند د واکمنانو ترمنځ مطرح شوه. که څه هم په دغه تړون شاوخوا ۱۲۳ کاله اوښتي، خو افغانستان دغه کرښه په رسمیت نه پیژني او د افغانستان له خاورې بیلې شوې سیمې خپل ملکیت ګڼي.

خو پاکستان دغه کرښه له افغانستان سره خپله رسمي پوله مني او تل یې په دې اړه د افغانستان ادعاوې بې‌بنسټه ګڼلې دي.

XS
SM
MD
LG